IQNA

په کرمان کې د ؛پير غلامان حسیني ؛ نړیوال سمینار جوړیږي

13:50 - July 25, 2024
د خبر لمبر: 3489588
ایکنا -  د پيرغلامان او خادمان حسینی په نامې سره  د حسینی مداحانو او مرثیه ویونکو ذاکرانو  د ستاینې په خاطر یویشتم نړیوالو سمینار  د زمري یا اسد د میاشتې له نهمې تر یولسمې نیټې پورې د ایران په کرمان کې ترسره شي.

په کرمان کې د ؛پير غلامان حسیني ؛ نړیوال سمینار جوړیږيایکنانیوز ددغې حسینی مداحانو او ذاکرانو د یویشتمې نړیوالې ناستې د کمیټې له قوله راپور راکړ،ددغه سمینار خبری غونډه دغونډې د لیدتوګو د کمیټې د مشر سعید مقدسیان، دغونډې د مشر جواد رمضان نژاد، د کرمان د والی مهدي فداکار او یو شمیر مداحانو او ذاکرانو په شتون سره  د ایران دریډیو او ټيلویژن د  ادارې (صداوسیما) د بسیجیانو په ودانئ کې د رسانۍ د اصحابو په ټول کې ترسره شو.

ددغې ناستې په پیل کې د کرمان والی مهدی فداکار خبرې وکړې  او وې وئيل، د زمري دمیاشتې له نهمې تر یولسمې نیټې پورې  په دغه دستورې په کرمان کې ترسره شي . هغه په دوام کې ووئيل،ددغه نړیوال سمینار  کې د ګډون لپاره به له مختلفو حوزو څخه کابو ۵۰۰ داخلی او بهرني میلمانه ولرو. پرانیتسونکي دستورې به د کرمان په ګلزار شهیدا کې د شهید قاسم سلیماني  په مزار ترسره شي.د شاعرانو ناسته هم د زمري په لسمه نیټه د کرمان په هنری کلتوري هال کې د هیئتو او کرونیو روضو یا ماتمي دستورو  په ترسره کولو سره یوځای وي. پایزې دستورې به هم د زمري د میاشتې په یولسمه نیټه د کرمان په  ؛ثارالله حسینې کې  جوړې شي. یو پروګرام به د شیهد قاسم سلیماني  په کور کې په بیت الزهرا امامباړې کې هم ترسره کړو.

دغونډې په دوام کې د سمینار منشي خداي پرست ،د دغه سمینار د ترسره کولو لپاره د ولایت د مرستیالانو هڅو ته په اشارې سره ووئيل؛د میرمنو مداحانو او ذاکرانو ځانګړي دریمه ناسته به د کرمان  په ولایتی هال کې ترسره شي او د پيرغلامانویا  پخوانیو مشرانو مداحانو او ذاکرانو لپاره په رسندوئي ډګر کې مشخص شوي تولیداتو په اړه هم همدلته یو نمایش او نندارتون ترسره کیږي .  د بیت الزهرا پروګرام  د پيرغلامان  له هیّت سره یوځای دی او د ولایت د ټوریزم  له امکاناتو څخه  لیدنه به د پیرغلامانو لپاره  برابره شي. د سږکال د سمنیار شعار هم ؛ کرمان حسین آباد ایران ؛ دی.

د سمینار منشي خداي پرست دغه راز ووئيل، په دغه سمینار کې  د ایران د پيرغلامانو څخه به شل کسان ، لس کسان بهرنیان او دوه پير غلامان هم له کرمان څخه وستایل شي.

 هغه د بهرنیو میلمنو په باب هم ووئيل،له عراق ،سورئ، هندوستان،پاکستان، افغاسنتان  پشمول له دیارلسو هیوادونو څخه به بهرني میلمانه ولرو.لکه څنګه چې سږکال مقاومتي چورلیز هم جدي دی ،نو په دې لړ کې مو هم ځيني کارونه کړي دي.د غزې د شهیدانو او دکرمان د شهیدانو یاد او خاطرې  پروګرام به هم یوځانګړی پروګرام وي او  دشهیدانو د کورونو روضه خوانی  به هم د زمري د میاشتې پّ دیارلسمه نیټه وي چې د شهیدانو د په یاد کې به ترسره شي.البته له غزې څخه مو کوم میلمه راونه بلل شو.

 همداراز په دغه خبری ناستې کې د پيرغلامان په نامې سره نشان او پوسټر هم افتتاح شو.دغه پوسټر د غوره ګرافیسټ محمد روح الامین په وسیله پلان او طراحي شوی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4227940

captcha