IQNA

د بې ګناه او مظلومو خلکو وینه هیڅکله هم ظالم نه بخښي

16:02 - July 27, 2024
د خبر لمبر: 3489597
د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې هم په سلګونو فلسطيني پلوه یهودیانو او نورو امریکایانو هم له نتنیاهو خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړی چې وئيل کیږي، د امریکا پولیسو په لسګونو کسان دلته هم زنداني کړی دي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی  جمهوریت  نوی منتخب ولسمشر د امریکا په کانګرس کې د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر په اندیښڼې پخپلې ایکس پاڼې کې غبرګون وښود او  وې لیکل؛ نه د بې ګناه خلکو او بې څوکه ماشومانو  د وژلو جنایت او نه هم هم په وحشیتوب  سترګې نشی پټيدلی  او نه هم جنایتکار  په هڅونې سرهع  پاک کیدلی شی. د بې ګناه وینه ظالم هیڅکله هم نه بخښي؛و سَیعلَمُ الّذینَ ظَلَموا أَی مُنقَلَبٍ ینقَلِبونَ» 

دا په داسې حال کې دي چې د اسرائيلي وحشي رژيم لومړی وزیر امریکا ته په داسې حال کې په سفر تللی او په کانګرس کې ئې وینا کړې،چې په نیویارک او واشنګټن کې په لسګونو زره ضمیر لرونکو خلکو په خپلو مظاهرو کې بینیامین نتنیاهو یو وحشي، جنایتکار او ظالم بللی او پخپلو مظاهرو کې ئې د هغه جوسې سوځولي دي. ان تردې چې د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې هم په سلګونو فلسطيني پلوه یهودیانو او نورو امریکایانو هم له نتنیاهو خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړی چې وئيل کیږي، د امریکا پولیسو په لسګونو کسان دلته هم زنداني کړی دي.

https://iqna.ir/fa/news/4228417

captcha