ایکنانیوز دعربی ۲۱ له قوله راپور راکوي، د پاریس د ۲۰۲۴ المپیک لوبو په پرانیستونکو دستورو کې د فلسطین د سپورټي کاروان دسته د موجودو خلکو په پراخ هرکلي او شعارونو سره یوځای ؤ او ډير انعکاس ئې درلودلی دی.
په دغو سیالیو کې دحاضرو سپورټي کاروانو دستې په ۸۵کشتیو کې چې څه دپاسه ۶کلومیټرو پورې اوږد کاروان ؤ او پر سین دغه دستورې ترسره شوې او په دغه پریډ کې څه دپاسه شپږ زره لوبغاړو او څه دپاسه درې لکه نندارچیانو پکې ګډون وکړ،په داسې حال کې د BeIN چینل سپورټي مفسّر ددغه کاروان د تیریدا په وخت ووئيل، فلسطین یو مقدس ټاټوبی او د پيغمبرانو ټاټوبی دې ژوندی وي. حق له ټولو برلاسه دی او او له حقه هیڅ لوړ نه دي(الحق یعلو ولا یُعلی علیه )
د فلسطین د المبیک کاروان له سن سین څخه د تیریدا په وخت د حاضرو خلکو له خوا ترټولو زیات وستایل شو او تود هرکلی ئې وشو.
د ټولنیزو چینلونو ډيرو کارؤنکو د فلسطیني سپورټي پلاوي د تیریدا د شیبو انځورونه او کلیپونه شئير کړی دی چې په هغو کې په غزې کې د څه دپاسه نهو میاشتو نابودونکي جنګ سره سره دفلسطین د خلکو د تل پاتیکیدا ملاتړ اوستاینه کیږي.
په دغو پرانیستونکو دستورو کې د دستورو له رسمي کیمرو پرته د BeINسپورټي چینل کیمرو د اسرائيلو د نیواکګر رژیم د المپیک ټیم د تیریدا په شیبو کې د اسرائيلو د بیرغونو او د انځورونو له استفادې او نندارته له وړاندې کولو ډډه وکړه.
همداراز د فلسطین هیواد د پاریس په المپیک کې په لسو لوبغاړو سره ګډون کوي، ځو د فرانسې چارواکو په نندارچیانو کې د فلسطین د بیرغ د وړلو اجازت نه ورکوي او وئيل کیږي، د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په پاریس المبیک کې د فلسطین دبیرغ وړل اوپورته کولو اجازت نه ورکوي او ورباندې ئې بندیز لګولی دی.
د فلسطین سپورټي کاروان د پنجشنبې ورځې د پاریس داوړي په المپیک لوبو کې د ګډون لپاره د پلویانو له خوا د زنده باد فلسطین ،زنده باد فلسطین، او له پاریسه تر غزې مقاومت مقاومت په څيرد شعارونو په انګازو کې دفرانسې پلازمینې پاریس ته وارد شوی دی.