IQNA

؛له کربلا تر فلسطینه؛ په اروپا کې د عاشورا اوسنی پیغام دی

14:45 - July 28, 2024
د خبر لمبر: 3489602
ایکنا -  سید سلمان صفوی  ووئيل، ؛له کربلا ترفلسطینه ؛ پیغام  د عاشورا اوسنی پیغام  دی چې  له بل هر وخته زیات اوس په اروپا کې خپریږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د یزیدیانو په بند کې د مصائب الله  په یاد کې د ؛ نیزو پر سر؛ نومې ادبی سمینار د تیرې جمعې په ورځې دد ایران د کلتوری  حوزې د ادب او لیدتوګې د اوسیدونکو د یوشمیر مینه والو په شتون سره د هند ایران د نړیوالې ډلې په کوربتوب  سره او د سید مسعود علويتبار په اجرا او د علی رضا قزوه په مدیریت سره ترسره.

ددغه محفل په پیل کې په لندن کې د ایران د مطالعاتو دنړیوال مرکز مشر سید سیلمان صفوي  په اروپائي هیوادونو کې په تیره بیا په انګلستان کې  د محرم  د میاشتې د عزادارۍ په رودې رڼا واچوله  او وې وئيل؛ په محرم میاشت کې په اروپا کې د عشق د سلطان حضرت امام حسین علیه السلام  د قیام په یاد کې څو ډوله دستورې ترسره کیږي چې په هغو کې روضه خواني ،مرثیو وئيل، په کورونو کې عزاداري ، دعاشورا لاریون  په مختلفو ښارونو کې د کربلا ااو امام حسین علیه السلام په مضمونونو سره  د بینرو په مختلفو ځایونو کې لګول  او د ځاي ښاروالیو په غږملتیا سره  پر بسونو د بینرونو او پوسترو لګول شامل دي. هغه ووئيل په دغو دستورو او فعالیتونو کې زیاتره د هندوستان ،پاکستان ،افغانستان، عرب هیوادونه ،بنګله دیش  او پخپله اروپائي هیوادونو ښاریز برخه اخلی .

 د سولې د  مطالعاتو د نړیوال مرکز مدیر په پای کې دې ته په اشارې سره چې په انګلستان کې  په لندن ،مانچسټر، بیرمنګم ، لیورپول، کارډيف ،ګلاسکو اونیوکاسل  په څير په ښاورنو کې  د ویر او ماتم دستورې ترسره کیږی، ووئيل، په ویکټوریا میوزیم  کې او د لندن په البرټ کې  د محرم  او تعزئې او د حسینی عزادارۍ  په موضوع سره دوه ستر بلیبورډونه موجود دي چې  هندوستان د ناپيژاندو هنرمندانو په وسیله  انځور شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4228512

 

captcha