پارس ټوډې – د ایران د عمومی علمیه حوزو مدیر دترکیې په استانبول کې د اسلامی مرکزونو له عالمانو او کلتوری فعالانو سره په کتنې کې ، د فلسطین دمظلومو خلکو پر بشپړ ملاتړ ټينګار وکړاو دغه ملاتړ ئې په درستې نړۍ کې د مسلمانو وګړو دنده وبلله.
د ایران دعلمیه حوزو مدیر او د جامعةالمصطفی د پلاوي مشر آیت ا... علی رضا اعرافي ترکیې ته په سفر کې په استانبول کې د اسلامی مرکزونو له عالمانو او فعالانو سره کتنه او خبرې اترې و ک ړې.
پارس ټوډې راپور ورکوي، آیت ا... اعرافي په دغې کتنې کې د دیني او مذهبی فعالیتونو پر دوام او له ځوړتیا او دریدا څ خه په ډډه کولو باندې ټينګار وکړ او د اسلامی معارفو ډګر ئې د ټولنې د ورځې د اړتیاؤ او دعلم عقلانیّت په اساس ضرورتونه وبلل.
آیت الله اعرافي په دغې کتنې کې په دیني فعالیتونو کې د نفس په تهذیب ،معنویّت او اخلاقو هم ټينګار وکړ او په مختلفو ټولنو کې ئې د مهمو اسلامی آثاروپه خپریدا او پراختیا ټينګار وکړ.
په دغې ناستې کې حاضرو اسلامی عالمانو هم په سمیې او اسلامی نړۍ کې د مختلفو مسئلو په باب خپلې لیدتوګې وړاندې کړې.
د وئيلو ده چې څه موده مخکې آیت الله اعرافي د روسیې د مسلمانانو ددیني چارو د ادارې دمشر مفتی شیخ راویل عین الدین په بلنې او د ؛وریښمو معنوي لارې ؛په عنوان سره په نړیوال سمینار کې د ګډون په موخې سره دغه هیوا د ته سفر وکړ. . ایت الله اعرافي په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې ووئیل، د اسلامی انقلاب قرائت د قرآن کریم او د اهل بیت علیهم السلام د اصیلو تعلیماتو په اساس او یو حقیقي منطقي قرائت دی او له هرډول افراط او ځيږ والي او تفریطه لیرې دی.