IQNA

په میلیونونو بهرنیو سیلاّنیانو د نړۍ دریم لوی جومات کتنه وکړه

15:43 - July 30, 2024
د خبر لمبر: 3489613
ایکنا – کلتوري مرکز د ابوظبئ شیخ زاید جامع جومات، ددنیا دریم لوي جومات اعلان کړ سږکال په لومړنۍ نیمائي کې څه دپاسه څلور میلیون درې لکه اویا زره کسانو ددغه جومات کتنه کړې ده چې په هغو کې ۸۱ فیصده بهرنیان ؤؤ.

 

 

ایکنانیوز د اخر الاخبار له قوله راپور راکړ، د ابوظبئ د شیخ زاید جامع جومات مرکز سږکال په لومړنۍ نیمائي کې د څلور میلیون ، درې لکه نهه اویا زره او ۲۵۸ د لیدونکو کوربه ؤ چې د تیر کال په ورته مودې په نسبت ئې ۳۱ فیصده زیاتوالی درلودلی دی.

په دغو کتونکو کې یو میلیون اوه لکه پنځه شپیته زره  او ۶۹۸ لمونځ کونکي ښځې او سړي  او دوه میلیون او پنځه لکه څلور اتیا زره ۴۲۵ نور لیدونکي او سیلانیان وو او همداراز ۲۹ کسانو ددغه جومات له پلي لارې استفاده کړې ده.

د روان کال په لومړۍ نیمائي کې د جمعې لمانځه د ادا کونکو شمیر یو لک نهه څلویښت زره او ۶۶۶ لمونځ ګوزارو ته رسیدلی، داپه داسې حال کې دي چې د هغو کسانو شمیر چې په لومړي ځل ئې په جومات کې لمونځ ادا کړی، درې لکه اته څلویښت زره او ۵۷۳ لمونځ ګوزارو ته ورسید.

سږکال اپریل په پنځمه نیټه د روژې دمبارکې میاشتې  ۲۷ نیټه  په جومات کې د لمونځ ګوزارو ترټولو زیات شمیر کسانو شاهده وه . داسې چې  په جومات کې  اوه اتیا زره یو سل شپږ اتیا کسانو  لمونځ اقامه کړ چې  له دغې شمیرې  اویا زره شپږ سوه اتیا لمونځ ګوزارو د روژې دمبارکې میاشتې د ۲۷ شپې  دستورې ترسره کړې.

دغه مرکز د روژتیانو  میلمنو د پلان په چوکاټ کې د دوه میلیون  اوی ولک پنځوس زره روژتیانو لپاره روژماتی برابر کړ چې له هغوڅخه د جومات په داخل کې د روژماتي لپاره شپږ لکه پنځوس زره پرس خوراک  برابر او یو میلیون  پنځه لکه  خوراکه په نورو سیمو کې وویشل شو . دغه مرکز همداراز د پشماني په وخت دیرش زره خوراکه د روژې په وروستیو لسو ورځو  کې وویشل. 

ددغه جومات کتونکی همداراز د ؛الدلیل ؛ خدمت څخه ګټه پورته کوي چې د څو رسندویو یو سسټم دی چې انټرنیتي کلتوري ټورونه  په ۱۴ژبو سره وړاندې کوي او د له جوماته د ۲۴ لیدو  امکان  هم برابروي.

د ابوظبئ  شیخ زاید جومات له مسچد الحرام او مسجد النبی وروسته دنړۍ دریم لوی جومات دی او د متحده عربی اماراتو یو ترټولو زیات لیدونکی برخه شمیرل کیږي.دغه جومات د دیني علومو یو غوره مرکز او د اسلامی تمدن یو سمبول حسابیږي.

دغه جومات د په ۲۰۲۲ کې کې د ټریپ ایډوایز د رتبه بندۍ په اساس،په نړۍ کې د ټوریزم یوه ترټولو برلاسه جاذبه  معرفي شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4228784

captcha