IQNA

د جلاوطنۍ په شرط سره د الاقصی د خطیب خوشی کیدا

15:08 - August 04, 2024
د خبر لمبر: 3489635
ایکنا -  صهیونیسټي پولیسو د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه  له څو ساعته نیولو وروسته هغه  خوشی کړ او وې وئيل هغه به تر شپږو میاشتو پورې جلاوطن وي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم پولیسو له نیول کیدا څو ساعته وروسته د الاقصی جومات خطیب خوشی کړ او وټاکل شوه څو تر یکشنبې پورې د شپږو میاشتو پورې د جلاوطنۍ دتمدیدیدو په امکان سره له الاقصی جوماته وویستل شي.

 نیواکګرو چارواکو د جمعې په ماښام د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري له څو ساعته نیولو وروسته  له الاقصی جومات څخه د وتلو په شرط خوشی کړ.

 د څارنوالۍ وکیل خالد زبارقه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ووئيل، د نیواکي قدس نیواکګرو پولیسو  د شیخ عکرمه صبری د خوشی کیدا امر کړی او په یووخت ئې تر یکشنبې پورې یعني تر نن پورې له الاقصی جوماته د هغه د و ویستلو (جلاوطنۍ) په باب اداري فرمان هم صادر کړ چې تر شپږو میاشتو پورې د تمدیدیدا وړ دی.

د حماس دسیاسی دفتر یوه غړي عزت الرشق له الاقصی جوماته د شیخ صبري د حذفولو په باب دنیواکګرو پولیسو  له فیصلې سره د حماس غورځنګ سخت مخالفت  وښود او دا فیصله ئې  د الاقصی  جومات په  چارو کې ښکاره لاسوهنه او د عبادت د آزادۍ  محدودول او خلاف ورزي وبلله.

الرشق هغو خوځښتونو ته په پام سره چې د شیخ عرکمه په ضد د فلسطین د خلکو په نزد د یوه ترټولو مذهبی مرجع او شخصیّت په توګه ترسره شوي ،نیواکګران ئې د شیخ عکرمه د امنیت بشپړ مسئول بللي دی.

صهیونیسټي پوځیانو د الاقصی جومات خطیب او دقدس د لوړې شورا مشر شیخ عکرمه صبری له دې څو ساعته وروسته چې  هغه د الاقصی جومات د جمعې ورځې په خطبې کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په باب تسلیّت ووایه او د دغه مجاهد شهید پر روح ئې غایبانه لمونځ اقامه کړ، وینوه.

https://iqna.ir/fa/news/4229763

captcha