IQNA

جنایتکارو ته به د اسلامی ایران ځواب کوټلی او غاښ ماتونکی وي

15:33 - August 04, 2024
د خبر لمبر: 3489638
ایکنا -  د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره  د ایران د ولس، د مقاومتي مبارز ځواک او د نړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان  رامیځةکونکي تیروتنه  ونه کړي

ایکنانیوز د مجلس  له قوله راپور راکړی ،د ایران د اسلامی شورا مشر ووئيل، د شهید اسماعیل هنیّه د تورر په باب د اسرائيلو نسل وژونکي رژیم ته د ایران د اسلامی جمهوریت هوښیار او کوټلی ځواب  به  د مقاومتي ځواک ، د ایران د  ملت او د نړۍ د آزادي غواړو  خولې خوږې  کړي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی  شورا مشر  نن د پارلیمان د غونډې په پی لکې  روښانه کړه،د ایران د اسلامی جمهوریت د  دولسمشر د لوړې په دستورو کې ددینی ولسواکۍ د جشن خوږلښت، د  مقاومتي چورلیز د سیاسی او عملیاتي  قوماندانانو په شهادت سره په تریخ خوند بدل شو ،په تیره بیا د  اسماعیل هنیّه شهادت چې  د ایران د اسلامی جمهوریت میلمه ؤ او  په تهران کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په یوې حملې کې شهید شو.

 د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت  په هوښیار او کوټلي ځواب سره  د ایران  د ولس ، د مقاومتي مبارز ځواک او دن ړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي ، چې دغه رژيم  په تیره بیا د دوي  ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې  خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا  د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان  رامیځةکونکي تیروتنه  ونه کړي

https://iqna.ir/fa/news/4229933

captcha