ایکنانیوز د الجزایر ریډیو د اطلاع رسونې له وبسیایټ څخه راپور راکړ، د الجزایر د غږیزمصحف دوهم ریکارډول، ددوشنبې په ورځ د الجزایر ریډیو دعمومي مدیر محمد بغالی په شتون سره پیل شول.
په هغو دستورو کې چې د ملی ریډیو په مرکزي سټوډیو کې ترسره شوې ،د الجزایر د صوفی محصف دوهم ریکارډول د قرآن د روایتونو او تخصصي انداز او د تعقیبونکي کمیټې تر نظر لاندې او د قاري شیخ خالد غریسي په غږ سره له نافع څخه د ورش په روایت سره ترسره شوې.
د الجزایر ریډیو مشر د قرآن کریم د دوهم روایت د ریکارډولو د پیلیدا په مناسبت پخپلو څرګندونو کې ووئيل، د قرآن کریم ریډیو د الجزایر په رسندیو کې خپل ځائيګی ثبت کړی دی او توانیدلی دی د اسلامی ارزښتونو په پیاوتیا کې لا زیات توفیق ترلاسه کړي.