ایکنانیوز د شارجه ۲۴ له قوله راپور ارکوي، د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس مشر خلیفه الطنیجي او د انډونیشیا د انساني پراختیا پخوانی وزیر او په دواړو جهانو کې د سولې د سولې د بنیاډ مشر او همداراز د ملایشیائي مسلماانانو دنړیوالې ټولنې مرستیال مشر شفر الدین کامپو د قرآن کریم او دهغه د علومو په زمینې کې د تجروبو دمبادلې او د مشترکو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په باب سره بحث او د نظر تبادله وکړه.
د شارجې د قرآن کمپلیکس مشر د اندونیشیا د سولې د فاؤنډیشن د پلاوي په ستړي مشې کولو سره،د اسلامی کلتور اوپوهې د پراخیا، دارزښتونو د پیاوړتیا په حوزې کې ددواړو لورو ترمینځ دګډو ملګرتیاؤ د لوړتیا پر اهمیّت ټينګار وکړ
د هغه په وینا، د قرآن کریم دټولګې فعالیت درې اساسی رکنونه لري چې په هغو کې د شارجې د قرآني الیکټرانیک نړیوال محفل چې په مختلفو روایتونو سره د حفظ او تلاؤت د اجازت د ترلاسه کولو امکان برابروي، د ټولکې دلومړیتوبنو په اساس د قرآني څيړنو او مطالعاتو مرکز او همدرازا هغه قرآني تعلیمات شامل دي چې په قرآنی علومو کې د غوره څیرو او د قرآئتونو دعلومو او او د قرآن دتاریخ د پيژندګلوۍ لپاره زمینه برابروي.
همداراز شفر الدین کامپو هم پخپل وار په دغې ټولګې کې د موجود قرآنی خطي نسخو او د څيړنې اوعلمي پلانونو په لیدو سره دا ډير بې مخینې وبلل او قدرونه ئې وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4230469