ایکنانیوز دارم نیوز له قوله راپور راکړ، په انګلستان کې د هغو ښي پالو ګوندونو په مشرۍ سره د مسلمانانو په ضد د تاؤتریخوالي څپه چې له اسلامه د ویرونې او له مهاجرینو سره ددښمنۍ ددوام نماینده ډله ده ، نن سبا په زیاتیدا ده.
په همدې خاطر د لندن جامع جومات خطیب او د جماعت امام شیخ فاید محمد سعید په یولړ څرګندونو کې ووئيل، له اسلامه د ویرونې له پروسې د مسلمانانو ویره د درک وړ ده ،ځکه افراط پال نه یوازې په جوماتونو،بلکې پر خلکو او کوڅو هم حملې کړې او د مسلمانانو د هدیرو د حدودو بې احترامي کوي آو پيښې ئې له خپل حده نوره هم اوږدې کړي دي.
شیخ فاید محمد ټينګار کړی،د انګلستان مسلمانان باید د بریتانیا د هغې لوئې ټولنې په چوکاټ کې چې ترڅنګ ئې ولاړ دي،فعالیت وکړي؛ هغه همداراز د مسلمانانو په ضد دنفرت له خوریدا او توکمپالنې سره د مبارزې غوښتنه وکړه.
د یادولو ده؛ په انګلستان کې تاؤټریخجنې مظاهرې له تیرې اونۍ څخه له دې وروسته چې د جولائي په ۲۹ نیټه د انګلستان په شمال لویدیځ کې په ساؤت پورټ کې درې جینئ په چاقوانو سره ووژل شوې ،پیل شوې.ځکه چې ددغه هیواد ځینو رسندویو د ګمراه کونکو اطلاعاتو په وړاندې کولو سره اعلان وکړ چې ددغو قتلونو عامل یو افراطي مسلمان دی.
د رسمي احصایو په اساس، کابو څلور میلیون کسان چې د انګلستان د نفوسو کابو ۶ فیصدی آبادي جوړوي، مسلمانان دي،خو په دغه هیواد کې مسلمانان له اسلامه د ویرونې د زیاتیدا به دلیل تل په ویرې او وحشت کې ژوند کوي.