IQNA

د ډرونز په حملې کې په لسګونو روهینګیائي مسلمانان ووژل شول

16:32 - August 11, 2024
د خبر لمبر: 3489676
ایکنا - له روهینګیائي مسلمانو لږکیو یوه ډکه کشتۍ هم تیره اونۍ د ناف سین څخه د تیریدا په حال کې  چې د بنګله  دیش د جنوب ختیځ او میانمار د شمال لویدیځ ترمینځ بهیږي، هم غرقه شوې  وه.

ایکنانیوز له الجزیره راپور راکوي ،د میانمار د وحشي ډوله پوځ سره اړونده یوې بې پيلوټه الوتکې د میانمار پر روهینګیائي  مهاجرینو برید وکړ چې له امله ئې  کابو دوه سوه  کسان ووژل او دغه راز ئې نور په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

داهم وئیل شوي دي چې ددغو ډرونز  د حملې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي .

 عیني شاهدان  وائي ، د میانمار د پوځ یو شمیر ډرونز الوتکو  پر هغو روهینګیائي مهاجرینو بې  آمانه حملې کړي چې له هیواده د بنګله دیش په لور د تلو په حال کې وو.

همدرااز  په یوه بل خبر کې هم وئيل شو يدي،له روهینګیائي مسلمانو لږکیو یوه ډکه کشتۍ هم تیره اونۍ د ناف سین څخه د تیریدا په حال کې  چې د بنګله  دیش د جنوب ختیځ او میانمار د شمال لویدیځ ترمینځ بهیږي، هم غرقه شوې  وه.

د ۲۰۱۷ کال له پوځي وحشي ځپنې وروسته د روهینګیا کابو یو میلیون کډوال بنګله دیش ته وتښتیدل  او په کیمپونو کې  دیره شول او ژوند  ئې وژغورۀ.

https://iqna.ir/fa/news/4231099/

captcha