ایکنانیوز د عربستان خبری آژانس له قوله راپور راکوي، دعربستان سعودي د اسلامی چارو ،تبلیغاتو او ارشاد وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل، د ملک عبدالعزیز د قرآن کریم د حفظ،تلاؤت او تفسیر دنړیوالو سیالیو څلورڅلویښتم پړاؤ ترڅنګ چې نن سبا په مکې مکرمې کې روانې دي ،ددغې جایزې د سیالۍ کونکو دځانګړي کلتوري سیالي ترسره کوي. په دغو سیالیو کې د نړۍ له ۱۲۳ هیوادونو څخه څه دپاسه ۱۷۴ ګډون کونکي سره سیالي کوي.
په دغې سیالۍ کې د کلتوری چارو په باب مختلفې پوښتنې شامل دي چې په سیالي کونکو کې د اسلامی او فقهي پوهې او د اسلامی کلتور پراختیا او د دوي ترمینځ د اسلامی ورورولۍ د پیوندونو پیاوړتیا او د پيوستون په موخې سره ترسره کیږی . غوره کسانو کې به ارزښتمنې جایزې هم وویشل شي.
ګډون کونکي همدرااز خانه کعبې په شاوخوا کې د قرآن کریم د نیړوالو سیالیو د ترسره کیدا او د زده کړې ،چاپ او ویشل کیدا په زمینې کې دالهی کتاب دخدمت په لړ کې د دغو سیالیو د مسئولانو د هڅو قدرونه او مننه کړې ده.د ملک عبدالعزیز د قرآن کریم د حفظ ، تلاؤت او تفسیر نړیوالو سیالیو څلور څلویښتم پړاؤ په مسجد الحرام کې د تیرې جمعې ورځې راهسې پیل شوی دی او دزمري د میاشتې تریودیرشمې نیټې پورې به دوام ولري.