IQNA

6:30 - August 14, 2024
د خبر لمبر: 3489691

د ایف بی آئي په تعقیبونکي لیسټ کې د مسلمانانو د نامې په راوستلو شکایت

ایکنا -د امریکایی –اسلامی اړیکو شورا  په یوې اعلامیې کې ووئیل،چې د امریکا د فیډرل څیړونکي ادارې (ایف بی آئي)  په ضد ئې د مسلمانویا فلسطینیو امریکایانو د ځانګړې پټې څارنې  د لیسټ د جوړولو په دلیل شکایت کړی دی.

د ایف بی آئي په تعقیبونکي لیسټ کې د مسلمانانو د نامې په راوستلو شکایت

 ایکنانیوزد الجزیره  له قوله راپورراکړ،ددغې شورا مسئولانو په واشنګټن ډی سی کې  په یوه خبری کنفرانس کې  ووئیل،امریکائي مسلمانان یوازې په دې دلیل چې مسلمان دي ، تورنیږي او د فیډرل چارواکي دغه راز په هوائي ډګرون وکې د امریکائي مسلمانانو په ضد توپيري اقدامات کوي.

په دغه خبری کنفرانس کې  په ۲۰۱۹ کال کې د څارونکي لیسټ د یوې نسخې ایشوا کیدا ته اشاره شوې  چې د محمد په نامې سره کسان  پکې شامل وو او دوي ووئيل،  چې د شورا اټکلونه تائيدوي چې  په دغه لیسټ کې څه دپاسه ۹۸ فیصدي  نامې د مسلمانانو دي.

د امریکائي –اسلامی اړیکو شورا  له غزې سره په جنګ کې له اسرآئيلو څخه د امریکا   له نامحدودو ملاتړونو سره پر خپل مخالفت  یوځل بیا په ټينګار سره  د امریکائي ښاریزو له ویرولو سره ددوي له   دیني  او قومیتی مخینې پرته خپل مخالفت اعلان کړ.

په دغه خبری کنفرانس کې دا هم په ډاګه شوه ،هغه څه چې  د فلسطین لپاره د امریکائي   مسلمانانو دتنظیم مدیر اسامه  ابو ارشید  ورسره مخ دی ،  د توپیر او توکمپالنې یو مثال دی چې  امریکائي مسلمانان ورسره مخامخ دي.

 متحده ایالات  دغزې تړانګې په ضد د صهیونیسټي رژيم په  وروستي جنګ کې  په بشپړ ډول ددغه رژيم ترڅنګ  ولاړ دي او د دوي لباره ئې  دهوا  او سمندر له لارې  یو پوځي پّل  برابر کړی دی. په راپور کې وئیل شوي دي، پر دې سربیره  دوي د ملګروملتو په امنیت شورا کې هم ددغه رژيم د محکومیت دټولو پریکړه لیکونو د شنډولو لپاره له خپل ویټو حقه په کرتو استفاده کړې ده. له بل پلوه  امریکا تل  حماس غورځنګ  د اور بند موافقې ته د نه رسیدا مسئول معرفی کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4231558  

captcha