IQNA

امریکایان په پوځي یونیفورم کې نه،بلکې د ډيپلوماټ په یونیفورم کې د منلو وړدي

6:43 - August 14, 2024
د خبر لمبر: 3489693
ایکنا - د افغانستان دطالبانو دحکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د صهیونیسټي رژيم  وحشي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره په یولړ څرګندونو کې ووئیل، اسرائيلو یو غاصب او ظالم او جنایتکار رژيم دی.

ایکنانیوز د تسنیم  له قوله راپو رراکړی ، امیر خان متقي  د بی بی سي له پښتو څانګې سره  په خبرو کې  د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې  د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په اشارې سره  ووئیل، د فلسطین په موضوع کې داسلامی نړۍ نظر روښانه دی . اسرائیل یو غاصب او ظالم رژيم دی.

 هغه همداراز  دې ته په اشارې سره چې  له ټولو هیوادونو سره  د سیاسی او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو ،ټينګار وکړ، امریکایانو ته مو د دوحې د خبرواترو  په وخت هم وئیلي دي  او اوس هم وایو چې مونږ یو امریکایی وګړی په پوځي یونیفارم کې نه شو منلی ،البته که د ډيپيلوماټ په یونیفارم کې  راځي نو څه خبره نه  ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست  سره له دې چې د کابل ځيني چارواکي  د امریکا د بندیزونو په لیست کې دي، ومنله، مونږ د بهرنیو  سفرونو لپاره  هیڅکله هم له امریکا اجازت نه دی اخستی.

امیر خان متقي  زیاته کړې ده، په هغو درو کلونو کې چې د طالبانو دحکومت تیریږي، بهرنی سیاست  مو د سیمې له هیوادونو سره د چورلیزي اقتصاد په چوکاټ کې   او انډولیز دی، ځکه نه غواړو، افغانستان  له دې وروسته د نړۍ دقدرتونو د منفی سیالۍ میدان شي. او باید ووایو چې د افغانستان طالبانو هیڅکله هم  د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) له لمسونې څخه  ملاتړ نه دی کړی ، مونږ له پاکستان سره په ملګرتیا کې  خپل مسئولیّت ترسره کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/05/23/3139493/

captcha