IQNA

د نجف-کربلا په لاره کې د المصطفی نومې ۴۰ فیصدی موکبونه فعال شوي

6:51 - August 14, 2024
د خبر لمبر: 3489694
ایکنا -په عراق کې د حسینی اربعین  د المصطفائي  زیارتوالو د  هستوګنې کمیټې مسئول  له نجفه تر کربلا پورې په لاره کې د څه دپاسه  دیرش فیصدي موکبونو د فعالیدا خبر ورکړی دی.

په عراق کې د  جامعة المصطفی العالمیه د حسینی  اربعین د زیارتوالو د  هستوګنې دکمیټې مسئول حجة الاسلام حسن مسلمي ایکنانیوز ته په خبرو کې په عراق کې د سید الشهدا د زیارتوالو د کوربتوب لپاره د حسینی اربعین د زیارتوالو د هستوګنې کمیټې د کاري ډلې  دچمتووالی خبر ورکړ.

هغه ووئيل ټول کارونه د پروګرام په اساس پرمخ روان دي  او دهستونګنې ځایونه تیار شوي دي او  د د شتون د وخت او د ډلو د غوښتې په اساس به  ځایونه ډلو ته ورکړل شي.

مسلمي  ددې خبرې په کولو سره چې  ډلو ته شخصي او کورنئ غوښتې وړاندې کیږي ، ووئيل، ترسره شوو اطلاع رسونې  ته په پام سره که شخصي او کورنۍ غوښټنې د ډلو  د شتون له وخت سره په تناسب کې نه وي، نو نجف ته د زیارتوالو د واریدیدا  په ورځ به نورو کاروانونو او ډلو ته ددیره کیدا  امکان زیات وي.

هغه  دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې د حسینی اربعیّن د زیارتوالو د شتون د اندازې زیاتیدا ته په پام سره په دې خبرې سره چې له اربعین ورځې مخکې د نوي ټرفیکي چارو  او د زیارت د ترسره کیدا لپاره د ځينو زیارتوالو لپاره آسانتیاوې برابرې شوي دي ووئيل، که څه هم تراوسه پورې له نجفه تر کربلا پورې په لاره کې  له دیرشو تر څلویښتو فیصدو پورې  موکبونه دخدمت کولو لپاره  فعال شوي دي، البته  ایرانيو زیارتوالو هم د نورو زیارتوالو ترڅنګ له نجفه ترکربلا  پورې پیاده روي پیل  کړې ده او په کربلا او نجف کې هم د المصطفی اربعیني خادمان ځاي په ځاي شوي دي او د زیارتوالو هرډول خدمت او لارښونې خپل ویاړ ګڼي .

میزبان طلاب المصطفی در کربلا و نجف هستیممیزبان طلاب المصطفی در کربلا و نجف هستیم

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4231498

captcha