IQNA

د عربستان د قرآڼ سیالیو لومړۍ مرحله او دمحمد حسین بهزادفر اجرا(فیلم)

10:52 - August 15, 2024
د خبر لمبر: 3489695
ایکنا – د عربستان هیواد قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورڅلویښتم پړاؤ کې د په دوو نمایندګانو کې یوه کس ددغو سیالیو په لومړنۍ مرحلې کې د قاضیانو د پلاوي  پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ایکنانیوز راپور ورکړی، د عربستان هیواد د قرآڼ کریم د حفظ ،تلاؤت او تفسیر د نړیوالو سیالیو څلورڅلوریښتم پړاؤ د تیرې اونۍ په وروستیو کې  دمسجد الحرام په شاوخوا کې پیل شوی اود زمري دمیاشتې ترورووستیو پورې  به د ایران د اسلامی جمهوریت ددوو نمایندګانو محمد حسین بهزادفر او محمد مهدي رضائي په شتون سره دوام ومومي.

دغه سیالۍ په دوو مرحلو کې یعني د دمقدماتي  اونهائي مرحلو کې ترسره کیږي. مقدماتي مرحلې  سیالۍ په روانې اونۍ کې پيل شوي او هر ګډون کونکی له اجرا وروسته په مقدماتي مرحلې کې د لازم نصاب دترلاسه کولو پهبڼه کې یوه یا دوه ورځې وروسته  نهاي مرحلې ته  رسیږي.

ددغه راپور په اساس ،ددغې پيښې  له څو ورځو تیریدا وروسته بلاخره د په دغو سیالیو کې د ایران د  یوه نماینده وار هم راورسید  او د زمري د میاشتې په ۲۲ نیټه د ټول قرآن کریم حافظ محمد حسین بهزادفر ددغو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې ګډ،ن وکړ او د قاضیانو  پنځو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل.او د نساء، توبه ،نحل، شعرا او حدید سورو په باب  له کوم مشکل پرته د قاضیانو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل چې هریو سوال ئې کابو نیمه صفحه ؤ.

 د دغو سیالیو دترسره کونکو داعلان په اساس په دغه پړاؤ کې د دنیا له ۱۲۳هیوادونو څخه  ۱۷۴ ګډون کونکي سره سیالي کوي.

اجرای محمدحسین بهزادفر در مرحله اول مسابقات قرآن عربستان + فیلم

د عربستان د قرآن د سیالیو حفظ برخه پنځّه څانګې لري چې په هغو کې په اوو قرآئتونو سره د ټول قرآن د حفظ څانګه، د مفرداتو له تفسیر سره یوځاي د ټول قرآن د حفظ څانګه،د معمول په رودې سره دټول قرآن دحفظ څانګه ، د قرآن د ۱۵ سپارو دحفظ څانګه او د قرآن کریم د پنځو سپارو دحفظ څانګه پکې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4231425

 

captcha