IQNA

د فلسطین ملاتړو محصیلینو له مظاهرو وروسته دکلمبیاپوهنتون مشرې استعفی ورکړه

9:20 - August 17, 2024
د خبر لمبر: 3489704
ایکنا - د امریکا د کلمبیا پوهنتون مشرې نعمت مینوش شفیق  دغزې تړانګې او نیواکي فلسطین له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ کې د محصیلینو په اعتراضونو پسې چې  کابو څلور میاشتې مخکې څخه په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ  کې پیل شوي ، استعفی ورکړه.

ایکنانیوز  د المیادین له قوله راپور راکړ، د کلمبیا پوهنتون  مشرې  نعمت مینوش شفیق پرون  د محصیلینو په هغو مظاهرو پسې چې په تیر اپریل میاشت کې په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ کې د غزې تړانګې اونیواکي فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې پیل شوې،له خپلې څوکۍ استعفی  ورکړې ده.

د کلمبیا د پوهنتون دمشرې استعفی  په دغې څوکې دهغې  له منصوبیدا یو کال وروسته او په دې پسې  رامینځةکیږي، چې  په تیرو میاشتو کې  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم  د نسل وژنې او جنګ په محکومیّت کې د محصیلینو له اعتراضونو سره د چلند د څرنګوالي  په باب  له پراخو نیوکو سره  مخ شوې وه.

نعمت مینوش شفیق د فلسطین دملاتړو محصیلینو په مظاهرو کې د نیویارک پولیسو ورغوښتی ؤڅو مظاهره چیان تیت پرک کړي  چې  د علمي پلاوي او د کارکونکو  پشمول د پوهنتون په داخل کې  پر هغې د سختو نیوکو سبب شوې،ځکه پولیسو په  دغو څاروي ډوله  اقداماتو کې ډيری محصیلین ونیول او ورسره ئې ډير بد چلند وکړ.

د کلمبیا  پوهنتون  مشره  دتیرکال په جولائي کې خپل فعالیت د پوهنتون دمشرې په توګه پیل کړ ی ؤ او د اکتوبر په نهمه نیټه  یعني د طوفان الاقصی د ناڅاپي عملیاتو  له پیلیدا دوه ورځې وورسته ئې  دیوې اعلامیې په صادرولو سره  د صهیونیسټ رژیم څخه  خپل ملاتړ اعلان  او په صهیونیسټانو باندې ئې  په حملې کې د مقاومت  عملیات محکوم کړي وو.

https://iqna.ir/fa/news/4231958

captcha