«سیدعبدالملک بدرالدین الحوثي» پرون د غزې ښار په التابعین ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژيم حملې ته په اشارې سره وویل: د سهار په لمونځ کونکو باندې دغه حمله په تیره اونۍ کښې د صهیونیسټي دښمن ترټولو ستر جنایت و.
هغه د غزې د جنګ په وړاندې د عربانو او مسلمانانو په کړچار باندې په نیوکې سره زیاته کړه: د غزې په مرسته کښې د اسلامي امت ماتې، د صهیونیسټي دښمن خدمت او د فلسطین د ولس په ټریجیډۍ کښې یوه ونډه ده.
الحوثي همداشان وویل چې په غزې تړانګه کښې د مقاومت مجاهدان په بې مثاله صبر، استقامت، سرشندنې او شجاعت سره په خپلې جهادي دندې عمل کوي.
د انصارالله مشر د صهیونیسټي رژیم ترهګرو اقداماتو ته د مقاومت د چورلیز د ځواب په هکله هم وویل: له غزې څخه ملاتړ له ټولو جبهو دوام لري او دښمن ته ځواب به هیڅکله لغو نه شي او دا یوه اخلاقي، انساني او اعتقادي ژمنه ده.