IQNA

د عربستان په قرآني سیالیو کې دایرانیو حافظانو د اجرا هرکلی(انځورونه)

11:42 - August 18, 2024
د خبر لمبر: 3489712
ایکنا – د عربستان د قرآڼ د نړیوالو سیالیو په 44 پړاؤ کې د ټول قرآن  په څانګې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  نماینده  دې ته په اشارې سره چې  په دغو سیالیو کې رقابت د زمري په ۲۵پای ته ورسید، او غوره او برلاسه کسان په پایزو دستورو کې معرفي او وستایل شي، ووئيل، په دغه پړاؤ کې د ایران د نمایندګانو د اجرا د  هلکي شاهدان وو.

د عربستان  د قرآڼ د نړیوالو سیالیو د ۴۴ پړاؤ د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې د ایران نماینده محمد حسین بهزادفر له ایکنانیوز سره په خبرو کې د زمری د میاشتې په ۲۵ پنجشنبې ماښام د سیالیو ختیمدا ته په اشارې سره ووئيل،پایزې دستورې به د زمري دمیاشتې په ۳۱ نیټه چارشنبې ورځې  ترسره شي او ترهغې ورخې پورې به د برلاسه کسانو نامې هم اعلان شي.

د ټول قرآن دغه حافظ ووئیل،په دغه پړاؤډ کې په هغو دوو څانګو کې ګډون کونکي چې د ایران نمایندګانو پکې شتون درلو،له نورو څانګو  زیات دی.

هغه ووئيل،د ټول قرآڼ او د پنځلسو سپارو د حفظ په دوو څانګو کې د ګډون کونکو همدغه زیاتوالی یو مهم ټکی دی او قاعدتا هرڅورمه د ګډون کونکو شمیر زیات وي، نو سیالي به هم هومره سخته وي او د نتیجو حدس او اندازه لګول ئې هم سخت دي.

هغه په دغو سیالیو کې د غیبت له کلونو کلونو وروسته د ایران د نمایندګانو د شتون په باب ووئيل؛د ایران د نمایندګانو ګډون له ځان سره ښې اغیزې درلودلي دی او د ایران د استازو له شتون څځه خوښ وو او د ایران د نمایندګانو د اجرا په وخت د آوریدونکو د هرکلی شاهد وو او حتی د مسجد الحرام بهرني کارګرانو هم په لیوالتیا سره  په موبایلونو سره په دوامدار ډول فیلمونه جوړول.

استقبال از اجرای حافظان ایرانی در مسابقات قرآن عربستان + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4232101

captcha