ایکنانیوز د پارس ټو ډی له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د لورستان پوهنتون مشر په دې باور دی چې په اربعین کې حسینی غورځنګ د اسلامی نړۍ د یووالی ټکي دی.
د لرستان پوهنتون رییس ډاکټر علي نظري اربعین د اسلامي امت یو له سترو معنوي جلواګانو ګڼي.
ددغه راپور له مخې، ډاکټر نظري له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې د دغه ستر الهي او انساني خوځښت ځینې اړخونه تشریح کړل، چې دلته یې څېړو:
نظري په دې خبرو کښې کربلا ته د امام حسین (ع) د عاشقانو سفر ته په اشارې سره وویل:
اربعین هغه سفر دی چې د زړه په پښو پیل کیږي، زایرین هر قدم د ابا عبد الله (ع) په لور په ژوره مینه سره پورته کوي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه پرتمین لاریون د اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ سرچینه ده او وې ویل:
په دې معنوي مراسمو کې د ولسونو پراخ حضور دښمنان ویرولي دي. دوی هڅه کوي چې دا شتون کم رنګه وښی ، خو هغه څه چې په ښکاره ډول لیدل کیږي د کربلا په لاره کې د زایرینو عظیم شمیر دی.
هغه همداراز زیاته کړه:د اربعین په لاریون کې د فلسطین او غزې د مظلومو خلکو ملاتړ تر بل هر وخت زیات ښودل شوی دی. زایرینو د مقاومت د جبهې د شهیدانو عکسونه او د فلسطین بیرغ په لاسونو کې نیولی او د نړۍ له مظلومو خلکو سره یې د ملاتړ پیغام رسولی دی.
د لرستان پوهنتون رئیس زیاته کړه:په اربعین کې حسیني غورځنګ د اسلامي نړۍ د یووالي مرکز دی. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بېلابېل ملتونه د امام حسين (ع) په محور راغونډيږي او ښيي چې د وحدت محور د شهیدانوسردار دي.
هغه د اسلام له دښمنانو سره په مقابله کښې د دغه معنوي غورځنګ رول ته په اشارې سره وویل:
د امام حسین (ع) پاکه وینه دومره تودوخه لري چې د هوا د تودوخې په ګډون د دې سفر د سختیو زغمل اسانه کوي. دا سفر نه یوازې د امام عصر (ع) په لاره کښې د عسکرتوب تمرین دی بلکې د دښمن په خلاف د ترکیبي مبارزې په توګه هم ګڼل کیږی.
نظري څرګنده کړه چې په دې مراسمو کې جوړ شوى نړيوال اتحاد د کربلا په ٨٠ کيلومترو سړکونو کې د اتحاد ښکلې منظره نندارې ته وړاندې کوي .
هغه زیاته کړه:دا لاریون د کوربه په توګه د عراق د شیعه خلکو د سرښندنې او ایثار څرګندونه ده چې خپلی ټولی شتمنۍ زایرینو په اختیار کی ورکوي .
هغه په پای کې وویل: د حسینی اربعین عظمت د دښمنانو غوسه راپارولې ده. خدای تعالی فرمایلي دي چې مسلمانان باید په داسې لاره روان شي چې دښمن غوسه کړي او اربعین د دې خبرې ښکاره بیلګه ده چې د دښمنانو په وړاندې د اسلامي نړۍ د قدرت ښودنه کوي.
اربعین
اربعین ( په عربي: الأربعين) په لغت کې د څلویښتي په معنا ده ، او په اسلامي اصطلاحاتو کې، دا یو اسلامي مذهبي مراسم دي چې د صفر میاشتې په شلمه نیټه د عاشورا له ورځې څلویښت ورځې وروسته،. د حسین بن علي چې د اسلام د پیغمبر لمسی، د علي بن ابي طالب زوی او د فاطمې زهرا زوی او د اهل بیتو دریم امام د شهادت د ورځې په توګه په کربلا کې ترسره کیږي.
په دې ورځ د پېغمبر اکرم د کورنۍ مينه وال په کربلا کې د امام حسين زيارت ته ورځي.
امام حسین او د هغه ۷۲ تنه ملګري یې په ۶۱ هجري قمري کال کې د یزید بن معاویه بن ابي سفیان د لښکر له خوا د کربلا په جنګ کې شهیدان شول. په ځینو کلونو کې د ګډون کوونکو شمیر له ۲۰ میلیونو زیات اټکل شوی دی او سږکال اټکل کیږی چې دغه شمیر کابو ۲۳میلیون زیارتوالوته ورسیږي.