ایکنانیوز راپور راکوي، د عربستان د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلور څلویښتم پړاؤ پایزې دستورې د چارشنبې په ماښام د زمری د میاشتې په ۳۱ نیټه ترسره شوې او د پنځو واړو څانګو غوره کسان هم اعلان شول چې د هغو په اساس د ایران د اسلامی جمهوریت دوو نمایندګانو په هیڅ یوې څانګې کې له لومړي تر پنځم مقام پورې رتبو کې نه ديراغلی .
په دغو سیالیو کې محمد حسین بهزادفر اومحمد مهدی رضائي په ترتیب سره د ټول قران او د پنځلسو سپارو د حفظ په برخو کې د ایران نمایندګی وکړه.
د ټول قرآن او پنځلسو سپارو د حفظ د څانګو دغوره کسانو نامې چې د ایران نمانیدګانو هم پکې ګډون درلود، په دې ډلو دي .
د ټول قرآن کریم د حفظ څانګې غوره پنځه کسان؛.
د بنګله دیش انس بن عتیق اول رتبه
مظاهر شعیب یبطو له فیلیپین څځه دوهمه مرتبه
له لیبیا څخه انس ابراهیم مصباح دریمه رتبه
هشام سعید احمد بکوره له یمن څخه څلورمه رتبه
او سلیمان سیلا مالی هیواده پنځمه رتبه
د قرآن کریم د پنځلسو سپارو غوره کسان ؛:
له بنګله دیشه معاذ محمود لومړۍ رتبه
عباده نورالدین له فلسطینه دوهمه رتبه
احمد فرحان له انډونیشیا دریمه رتبه
له مالی هیواده محمدمحمد توری څلورمه رتبه او دغه راز
الیاس احمد فارح له آمریکا پنځمه رتبه ګټلې ده.
په دغوسیالیو کې دایران داسلامی جمهوریت ګډون کونکي دوه نمایندګان چې په ګټونکي کې ئې برخه نشته ، سبادجمعې ورځې به بیرته هیواد ته راورګرځي.