IQNA

له الاقصی جومات او غزې څخه دفاع د ټولو مسلمانانو یوه مقدسه دنده ده

5:27 - August 23, 2024
د خبر لمبر: 3489741
ایکنا - د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یو لړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه  په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې  ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره  ستره دنده ده ،ووئیل؛  له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع  د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.

 ایکنانیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین  الحوثی پرون د سیمې د وروستیو بدلونونو په تیره بیا په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم  دتیریو د دوام په باب دردونکي خبرې وکړې.  هغه دې ته په اشارې سره  چې صهیونیسټي دښمن د امریکا په ګډون  او د لویدیځي ټولنو په بشپړ ملاتړ سره  په تیرو ۳۲۱ شپو ورځو کې دغزې د مظلومو او  بې څوکه اوسیدونکو  په حق کې د پيړۍ ترټولو بوږنونکی جنایت  کړی دی،ووئيل؛ صهیونیسټي دښمن د امریکا په مشارکت او لویدیځي ملاتړ سره د فلسطین د بې څوکه خلکو نشل وژنې او د پيړۍ جنایت ته دوام ورکوي.

الحوثي په دوام کې ووئيل؛ صهیونیسټي دښمن  د بمبارۍ ، وږي کولو،له خوریدونکو ناروغیو څخه د استفادې ، شکنجې  او نورو جنایتونو له لارې د نسل وژنې په غیر انساني جنایت بوخت دی.د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر روښانه کړه،د مسلمانانو پر اوږو د اخلاقي اوشرعي دندې او مسئولیّت سطح باید  د فلسطین پر ملت د اوږدمهاله ظلم او ستم په اندازه وي او ورڅخه لټي او غفلت،له دې له لویه موضوع ده . د فلسطین د ولس په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب  د اسلامی امت د خبرولو په زمینې کې د دین د عالمانو او روڼ اندو دنده یوه ډیره لویه دنده ده.

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر یادونه وکړه، د کولمبیا ولسمشر  صهیونیسټي دښمن ته د  خپل هیواد د ډبرینو سکورو د صادراتو مخه ونیوله څو د فلسطین د ولس په بوږنونکو غمیزو کې کوم رول ونه لرل  شي،داپه داسې حال کې دي چې  ځیني اسلامی حکومتونه د صهیونیسټي دښمن لپاره  میوې او خوراکي مواد صادروي، او هیڅ شرم او حیاء هم نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4233115 

captcha