ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستاتن مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار د ایران د نوي خارجه وزیر په توګه دعباس عراقچي ټاکل کیدل د هیواد د بهرنی سیاست دهدایتولو لپاره پر هغه د ایران دملت پر اعتماد او باؤر ګواهي وبلله او وې وئيل، د ایران او پاکستان د اړیکو د لاژورتیا لپاره له هغه سره نزدې ملګرتیا ته تیار دی.
د پاکستان خارجه وزیر او مرستیال لومړي وزیر سناتور اسحاق ډار عباس عراقچي ته په یوه پیغام کې د ایران د خارجه وزیر په توګه په ټاکل کیدا هغه ته په مبارکۍ وئیلو سره ټينګار وکړ، زه د ایران او پاکستان ترمینځ د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د لازیاتې ژورتیا او پراختیا لپاره د ایران له نوي خارجه وزیر سره نزدې ملګرتیا ته تیار یم .
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر د خپل تماس په پای کې د سید عباس عراقچي لپاره د بریالیتوب هیله وکړه او وې وئيل ،ایران او پاکستان ښه ګاونډيتوب او ورورولۍ ته په پام سره په سیمې او نړۍ کې د اسلامی امت د اتحاد او ترقۍ لپاره غوره رول لوبولی شي.