ایکنانیوز راپور راکوي، د عراق په کربلا معلی کې د حضرت امام حسین اوا حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام په حرمیّن او بین الحرمیّن او شاوخوا کې په میلیونونو مینه وال غونډ شوي څو د حسینی اربعیّن په ورځ د کربلا د حماسي غورځنګ له بنسټګر حضرت امام حسین علیه السلام سره خپل بیعت نوی کړي او خپله معنوي او روحاني تنده ماته کړي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې دعراق د لومړی وزیر السوډاني په وینا سږکال د حسینی اربعیّن په دغو حماسی دستورو کې د څه دپاسه ۲۳ میلیون حسینی مینه والو ګډون اټکل شوی دی او ممکنه ده شمیر ئې له دې هم لازیات وي. درستې نړۍ څخه په لکونو حسینی مینه والو هم په دغو دستورو کې ځانونه کربلا ته رسولي دي او له دغې معنوي او روحاني فضا څخه خپله روحاني تنده ماتوي.
د ایکنانیوز درستو کارونکو له خوا د حسیني اربعیّن د ولولناکې او پرتمینې ورځې په مناسبت د زړه له کومې تسلیّت اوتهینیّت ومنئ .