ایکنا – د ترکیې ،جارجیا،آذربایجان جمهوریت، پاکستان، هندوستان او دنورو لسګونو هیوادونو په لسګونو زره حسینی زیارتوال د حسینی اربعیّن په میلیوني او ولولناک پلي لاریون کې د ګډون لپاره د کربلا په لور خوځيدلي او له دغه معنوي او په زړه پورې میلیوني پلي لاریون څځه خپله معنوي او ورحاني تنده ماتوي.
ایکنانیوز راپور راکوي، په دغه میلیوني او روحاني او ولولناک لاریون کې د هر نسل، پرګنې،هویّت، ذات او رنګ وګړي شتون لري.چې البته هیڅوک پخپلې خوا کې د بل رنګ او نسل وګړی نه پيژني،خو د حسینی پرتم او معنویّت په دلیل ورسره دومره مینه او عشق لري چې خپل هرڅه هغه ته وړاندې کوي او له خپل ځانه زیات دهغه احترام او عزت ته قایل وي او ورته عزت ورکوي او پخپلو کې سره عشق او معنویّت او ولوله اوپرتم شریکوي.
ایکنانیوز په دې اړه یو په زړه پورې انځوریز او ویډیوئي راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.