ایکنانیوز د حسیني آستان له قوله راپور راکړی، د میرمنو د قرآني فعالیتونو د څانګې مسئول امل احمد المطوري په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د هغو زیارتوالو له میلیوني لاریون څخه د استفادې په خاطر چې چې د حسینی اربعین د زیارت دترسره کولو لپاره کربلا ته ورځي، ډیری قرآني پروګرامونه برابر کړي دي چې په هغو کې هره ورځ په پراخ نړیوال مشارکت او د هغو قرآنی غونچو په ګډون سره چې امام حسین علیه السلام ته ډالۍ کیږي، د قرآن د ختم دستورې پکې شاملې دي او دغه راز د عاشورا زیارت او توسل دعا پروګرامونه هم ترسره کیږي.
هغه زیاته کړې ده ،د ؛نصرتي لکم معدة؛ په عنوان سره د ویناؤ یوه لړۍ، په دغه عبارت سره چې د اربعین په زیارت کې راغلی او د قرآن کریم د آیتونو له شواهدو سره یو ځاي د امام حسین علیه السلام د مرستې او ملګرتیا لپاره دروحي او معنوي چمتووالي څرنګوالی هم وړاندې کیږي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې په مقدس حسینی حرم کې د میلیونونو خلکو د شتون په دلیل، د قرآن درې جلسې ترسره کیږي ووئيل، د قرآن محفل سهار، له غرمې وروسته او د ماښام له لمانځه وروسته ترسره کیږي،چې د میرمنو زیارتوالو له خوا له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
هغه ووئيل؛ دغه پروګرامونه د زیارتوالو د دنیي او کلتوري پوهې د زیاتولو او له هغو فکري او عقیدتي یرغلونو سره د مقابلې د څرنګوالي په موخې چې په ټولنیزو چینلونو کې په ډيره ا ندازه موندل کیږی او دغه پروګرامونه همداراز د حسیني اصولو او د د ارزښتونو د درلودلو او او د خبر قرآني نسل د رامینځةکیدا په خاطر ترسره کیږي.