IQNA

6:34 - August 27, 2024
د خبر لمبر: 3489764

د مرستې سنت /په قرآن کې الهي سنتونه

ایکنا – د الهي مرستې سنت یو داسې سنت دی چې ټول انساني وګړي پکې شاملیږي،هغه که ایماندار وي او یا کافران او ضلالت لرونکي .  د مرستو په سنت کې  له دې اړخه  انسانان شاملیږي، چې  انسان دي ، نه له دې اړخه  چې دغه انسان یو خاص چلند کړی وي.

د مرستې سنت /په قرآن کې الهي سنتونه

یو الهی سنت چې قران  هم ورته اشاره کړې ده،د مرستې په سنت کې له مومنانو او کافرانو او سره مرستې کول  او د انسانانو اختیاري مقصدونو ته په رسیدا کې اجازت ورکول شامل دي په بله معنا، د الهي مرستو سنت ، داسې سنت دی  چې  ټول انسانان پکې شاملیږي ، هغه که ایماندار وي او که کافران او ضلالت لرونکي .همداراز په مرستندویه سنت کې  د انسانانو شاملیدا له دې اړخه ده چې  انسانان دي،نه له دې اړخه  دغه انسان کوم خاص چلند  ولرل شي . د پروردګار عالم  د مرستې سنت  د هادیانو د ارشاد   او د ودې اوبشپړتیا په لاره کې  دانسان راوستل دي . په همدې  اساس که انسان  د مرشدانو دهدایت په لاره کې  واقع شي ، نو له فکر او لیدتوګې ئې استفاده کړې او د نیکمرغۍ لارې ته هدایتیږي،  دا تول د الهي مرستې په سنت کې شامل دي . د خداي تعالی د مرستې سنت  کې کله کله هم  په ځانګړي توګه  مومنانو او پرهیزګاران شاملیږي. په حقیقت کې  ځانګړی سنت څخه هغه انسانان استفاده کوي چې  د  حق کلام ته ئې  غاړه کیښودلي وي او له الهي  دستوراتو څخه د وخت او ځاي په تناسب سره  ئې استفاده کړي وي.

په خاصو او غیبی مرستو کې چې خداوندمتعال  په  قرآن کریم  کې  ورته په ډيرو آیتونو کې اشاره کړې ده، د الفتح سورې ۱۸ د التوبه سورېئ ۲۶ آيت،د آل عمران سورې ۱۳ او ۱۵۱آیتونه، د الانفال سورې ۴۴ ایت ته پکې اشاره کولی شو، چې د مومنانو او کافرانو ترمینځ  واټن رابرسیره کړی دی  او  خپلو خاص بندګانو باندې ئې خصوصي رحم و کرم  کړی دی     

https://iqna.ir/en/news/3489604

captcha