ایکنانیوز راپور ورکويو د انګلستان یو لیکوال، مشهور څیړاند او جنجالی ټولن پيژاند روپرت شلډریک دانګلستان له کیمبریج پوهنتونه پي ایچ ډي کړې ده او ډير علمی کتابونه او مقالې ئې هم لیکلي دي چې ډیری لیکوالان او څیړاندئې خوښوي.
روپرت شلډریک په یوې ویډیو کې ( چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي)ددې خبرې په کولو سره د حسینی اربعیّن پلی لاریون یو واقعي سفر دی ځکه چې زیارتوال له مځکې سره ارتباط ټينګوي ، ووئيل، د پلی لاریون په شکل سره د زیارت احیاء، دهغه بدلون یوه ترټولو هیله منونکي نښه ده چې په اروپا کې په رامینځةکیدا ده او دغه لویه زیارتي اجتماع بې شکه په نړۍ کې ترټولو لویه مقدسه پیښه شمیرل کیږي او په دغې لوئې پيښې کې هیڅ ډول غمیزه یا داسې کومه ترینګلتیا چې څوک ورڅخه وکړیږي، نه رامینځةکیږی او په مختلفو رنګونو ،نسلونو ،هویّتونو او ملیّتونو سره مختلف خلک سره یو ځاي کیږي اوعشق ، مینه او ورورولی نندارې ته وړاندې کوي.
د روپرت شلډریک یوه لنډه شان ویډیو ستاسو خدمت ته هم وړانډې کیږي.