ایکنا خبري اژانس د حسیني سپيڅلي زیارت د اطلاعاتو د مرکز په قول راپور راکړی حسیني سپيڅلي حرم وویل د حسیني اربعین د څه د پاسه پینځه زره زیارتوالو په مشارکت سره د قران کریم یوه نسخه ولیکل شوه.
د قران په چارو کښې د حسیني سپیڅلي حرم د مسوول سلاکار شیخ حسن المنصوري وویل د حسیني اربعین زیارت سره په یووخت له قران سره د میثاق( عهدا مع القران) په نوم سره د زیارتوالو په لاسلیک سره د اربعین د قران کریم د لیکلو طرح او پلان اجرا شو.
دغه قران له لیکل کیدا وروسته د حسیني حرم د مسوول شیخ عبدالمهدي الکربلاي له استازي سره د هغه په دفتر کښې کیښودل شو او هغه حکم ورکړ چې دغه قران کریم د حسیني سپيڅلي حرم میوزیم ته ورکړل شي چې هغه د الهي شریف کتاب له ایتونو سره د اربعین د زیارتوالو د لارې د پیوند کتونکي ووسي.
شیخ المنصوري زیاته کړه دغه قران کریم په مخمل ټوکرې چې درې سوه شپیته میټره اوږده ده او هر جز په دولس میټرو کښې لیکل شوی دی د حسیني اربعین د زیارت په تاریخ کښې تر ټولو اوږد قران ګڼل کیږي او دغه قران په کامل ډول په لاسونو لیکل شوی دی.
هغه وویل د بیلابیلو اسلامي مذهبونو پينځه زره زیارتوالو او یوشمیر علماو او روحانیونو د حسیني سپیڅلي حرم په سیکریټریټ کښې د قران د چارو د سلاکار تر څارنې لاندې د دغه قران کریم په لیکولو کښې برخه واخیستله.