ایکنا خبري اژانس د الوطن ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د شارجه اسلامي ټولنې په بیلابیلو ژبو باندې د قران کریم د زده کړې او د پوهې د لوړتیا لپاره د خپلو پرله پسې هڅو په لړ کښې د قران کریم د تفسیر د لړۍ لومړنۍ غونډه ترسره کړه.
په انګریزۍ ژبه دغه ټولګه کښې هغه ویناګانې شاملې دي چې هدف یې د انګریزۍ ژبې د ټولنو او د خارجي محصیلینو لپاره د قران کریم ساده او د جامع تفسیر وړاندې کول دي.
دغه ټولګه او غونډه په لومړۍ ورځ د اسلامي معارفو او د شریعت د پوهنځیو د یوشمیر محصیلینو او د مهاجرینو د پراخ شتون کتونکي وه.
د قران کریم د ایتونو د تفسیر په لومړۍ غونډه کښې د بقره مبارکې سورې او دغه راز د کهف د مبارکې سورې څو ایتونه ولوستل شول.
د دغه غونډې منظمول د شارجه د اسلامي ټولنې د لرلید په چوکاټ کښې د اسلام د سوله ئیزو تعلیماتو او د سوله ئیز ګډ ژوند کولو د اصل د تحقق په لړ کښې په بیلابیلو ژبو باندې د قران د تفسیر په ملاتړ سره د اسلامي کلتور د دودولو او ساتلو او دغه راز د دغه ټولنې پروګرامونه په څو کلتوري ټولنو کښې د متقابل درک د زیاتولو او د دیني پوهې د پراخولو په لړ کښې ترسره کیږي.
د شارجې اسلامي ټولنې د دغو غونډو د ترسره کولو هدف د قراني معارفو د لوړتیا په شمول هدفونو ته رسیدل، د بیلابیلو کلتورونو ترمینځ د تفاهم د پلونو رامینځته کول او د الهي کتاب د ایتونو د جامع او دقیق تفسیر له لارې په ټولنه کښې د ګډ سوله یئز ژوند دودول دي.