IQNA

په اربعین زیارت کښې له وړاندې شویو خدماتو او امنیتي هڅو د حسیني سپیڅلي زیارت قدرونه

15:48 - August 30, 2024
د خبر لمبر: 3489777
حسیني سپیڅلي حرم د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام د حسیني اربعین د زیارت د میلیوني دستورو په وخت د وړاندې شویو خدماتو او د امنیتي هڅو قدرونه او مننه وکړه.

ایکنا خبري اژانس د عراق د رسمي خبري اژانس په قول راپور راکړی په حسیني سپیڅلي حرم کښې یوې رسمي سرچینې جوته کړه حسیني سپیڅلي حرم د حسیني موکبونو ، هئیتونو ، دستو او د اربعین زیارت ته اړونده او د مسوولو ارګانونو او ادارو د ټولو خدماتي او د امنیتي هڅو قدرونه کوي.
دغه رسمي سرچینې وویل ټولو مسوولو ارګانونو او ادارو له ټولو مشکلاتو او د  سختې ګرمۍ په وخت له سترو سختیانو ،  د زیارتوالو د حرکت لپاره د ډیرو سرحدونو او د سیمو پراخوالي او د عراق له بیلابیلو ولایتونو او د نړۍ له مختلفو هیوادونو د میلیونونو زیارتوالو له ورتلو سره سره د زیارتوالو ډیر ښه خدمتونه او مرسته وکړه.
دغه مسوولې سرچینې هیله وکړه چې خدای پاک ج زیارتوالو ته د خدماتو د رسولو د چارو ټول چارواکي او مسوول کسان په راتلونکو کلونو کښې زیارتوالو ته د نورو ښو خدمتونو او مرستو په رسولو کښې بریالي کړي.
ویل کیږي چې د حضرت عباس علیه السلام سپیڅلي حرم روان کال د حسیني اربعین د زیارتوال شمیر څه د پاسه یویشت میلیونه او دوه لکه اتیا زره کسان اعلان کړی

https://iqna.ir/fa/news/4234169

captcha