ایکنا خبري اژانس له عراق څخه راپور راکړی د قران کریم د حفظ او د قرائت د عراق د نړیوالې جایزې لومړی پړاو ټاکل شوي ده چې د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د دغه هیواد په پلازمینې بغداد کښې ترسره شي.
د عراق د قران کریم د حفظ او د قرائت د نړیوالو سیالیو د لومړي پړاو د ترسره کولو لپاره د شیعه او د سني اوقافو د فني کمیټۍ غونډه په تیرې سه شنبې ورځ د « صادق الحصونه» په مشرۍ د عراق په پلازمینې بغداد کښې د وزیرانو د شورا په ودانۍ کښې په راتلونکي نوامبر میاشت کښې د دغو سیالیو د ترسره کولو د شرایطو د برابرولو په لارو چارو باندې د غور کولو لپاره د لوړې کمیټۍ او د مقدماتي او د مالي کمیتیو د غړیو په ګډون سره وشوه.
دغه غونډه د عراق د شیعه مسلمانانو د اوقافو په ادارې کښې د حسیني شعائرو د احیا د ادارې د مسوول «هشام عبدالنبي» او د دغو سیالیو د منظمولو د لوړې کمیټۍ د غړي او د قراني علومو د ملي مرکز د مشر« رافع العامري» په ګډون سره وشوه.
دغه راز د دیني جشنونو د ادارې مدیر او د سني وفق د دیوان مسوول نور الدین محمد او د عراق د قران کریم د مرکز مدیر شیخ قتیبه عماش او د شیعه او د سني وقف د مالي او د چمتووالیو د نیولو د کمیټیو غړیو په دغه غونډې کښې ګډون وکړ.
ټاکل شوي وه چې د عراق د جایزې په نوم د قران کریم د نړیوالو سیالیو لومړی پړاو د روان میلادي کال په لومړیو کښې په عراق کښې د شیعه مسلمانانو اوقافو ادارې ته اړونده د قراني علومو د ملي مرکز او د اهل سنتو د اوقافو ادارې ته اړونده د عراق د قران کریم د مرکز په همت او زیار سره په بغداد کښې ترسره شي.