هدفونو سره په هر ډول فعالیت بندیز لګولی او خلاف ورزي کونکو کسانو ته یې له عربستان څخه د ایستلو او د حج په دستورو کښې د دوې په بیا ګډون باندې د بندیز د لګولو ګواښ کړی دی.
ایکنا خبري اژانس د «بوابه البلد» په قول راپور راکړی د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت خارجي حاجیانو ته د ټولو اړونده چارو او د حج په مراسمو کښې د سعودي عربستان لخوا د غوره کړې شویو قوانیو او چارو په رعایتونو باندې څارنه په هیوادونو کښې د حج او د زیارت د ثبت شویو دفترونو پرغاړه ګڼي کوم چې د دغو دفترونو له لارې سعودي عربستان ته استول کیږي.
د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت د هغو ټولو حاجیانو چې له خپلو هیوادونو یې عربستان ته استوي د غوره کړې شویو اجنډو او د مقرراتو په چوکاټ کښې د حج او د زیارت د دفترونو د کامل مسوولیت په اهمیت ټینګار وکړ او ډاګینه یې کړه دغه دفترونه باید هغه چارې چې د عربستان د حج او د زیارت وزارت غوره کړي دي په کامل ډول رعایت کړي.
عربستان دغو دفترونو ته حکم ورکړی دی چې د حاجیانو په هکله اطلاعات عربستان ته د هغوې له ورننوتلو مخکې په الیکټرونیک ډول «نسک» ته په مربوط اینټرنیټ پاڼې کښې ثبت کړي او هغوې د عکسونو، کتابونو، بیرغونو ، شعارونو ، سیاسي نشریانو او مجلو او دغه راز د ممنوعه شیانو له وړلو ډډه وکړي.
د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت په دغه بیانیې کښې ویل شوي د هیوادونو د حج او د زیات دفترونه باید په هر ډول غونډې باندې چې عمومي سلامتیا ، عمومي امنیت یا نظم ګډوډوي بندیز ولګوي او په هیواد کښې اړونده چارواکو سره چې هغه ته اړونده دفتر دی ضروري غږملتیاو ترسره کړي.
دغه وزارت دغه راز د زیارتوالو د چارو اداره او د هغې کارکونکي له کیمپونو ، هستوګن ځایونو او د ټرانسپورت له وسائیلو چې د زیارتوالو د خدمت لپاره په نظر کښې نیولي شوي دي له هغو مقصدونو پرته چې د زیارتوالو لپاره په نظر کښې نیول شوي استفاده کول یا د دغو ځایونو په کرایې ورکول یا له نظر وړ موردونو پرته نورو کسانو ته له دغو ځایونو د استفادې کولو اجازې ورکول جرم ګڼل شوی دی.
د حج د دستورو لپاره د عربستان د نویو مقرراتو پراساس د حاجیانو لخوا په لاسونو کښې د هرډول عکس، کتاب ، بیرغ ، پلې کارډ یا سیاسي بروشر نیول او د سعودي عربستان د امنیت د ګډوډونکي اقداماتو ترسره کول ممنوع دي.
دغو مقرراتو دغه راز هر ډول تجارتي راکړه ورکړه ، دلالي یا د صرافیانو له رسمي دفترونو پرته د بهرنیو هیوادونو د کرنسیو او پیسو بدلول ممنوع اعلان کړي دي.
د عربستان د حج او د عمرې وزارت د سیاسي او یا د فرقه اي هدفونو لپاره له حج څخه د ګټه پورته کولو او دغه راز سعودي عربستان ته د داسې کسانو په ورتلو چې د عمومي نظم او د امنیت د خرابولو په شان کارونه کوي په بندیز لګولو ټینګار وکړ او که چیرې د زیارتوالو د چارو اداره یا د دغه ادارې کوم کارکونکي د دغو قوانینو د یوه مورد یا د حج د چارو لخوا د تنظیم شویو حکمونو خلاف ورزۍ وکړه نو سمدستي له عربستان څخه ایستل کیږي او د زیارتوالو د چارو د دفتر مشر یا هر کارکونکی چې خلاف ورزۍ یې کړي وي حج ته د بیا ورتلو فرصت به ونلري.
په دغو نویو مقرراتو کښې دغه راز ویل شوي دي چې د حج او د زیارت د دفترو کړچارونه هر کال ارزول کیږي او د کړچار د کمزورتیا او د خلاف ورزۍ په بڼه کښې به د نوموړیو هیوادونو د حاجیانو شمیر کم کړې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4234279