ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د غمجن رحلت او د هغه حضرت د یوه ګران لمسي حضرت امام حسن مجتبي علیه السلام د شهادت له شپې سره په یووخت د مشهد د قدس رضوي سپیڅلي حرم د قراني چارو د مرکز لخوا یو ځانګړی پروګرام ترسره کیږي.
دغه طرح د قران کریم د محمد ص د سورې ډله ئیز قرائت او د پیغمبر اکرم ص سپیڅلي ساحت او شخصیت ته د هغه د ثواب ډالۍ کولو ته بیله ده او دغه طرح به نن چې د یوزر څلور سوه دریم (۱۴۰۳)هجري لمریز کال د وږي یا سنبلې د میاشتې یولسمه نیټه کیږي د ماښام او د ماسخوتن له لمانځه وروسته ترسره کیږي.
د محمد ص د مبارکې سورې د ډله ئیز قرات طرح په یووخت په مشهد کښې په حضرت امام رضا علیه السلام سپیڅلي زیارت او د ایران په سپیڅلیو ځایونو، متبرکه ځایونو او منتخبو جوماتونو کښې ترسره کیږي.