په دغه ارتباط باندې په څو سویو کښې غور کولای شو:
۱ عبادت او خدای ته نږدي کیدل:
د اولیاو د قبرونو زیارت کول، قران کریم د خدای د اولیاو د قبرونو د زیارت په اهمیت ټینګار لري او د حسیني اربعین لاریون د ستر زیارت په توګه دغه تعلیمات عملي کوي.
په سپیڅلیو ځایونو کښې عبادت کول:
د یوه سپیڅلي ځای په توګه د کربلا زیارت کول د عبادت او له خدای سره د نږدې کیدا لپاره یو فرصت دی چې په سپیڅلیو ځایونو کښې د عبادت په هکله د قران له ایتونو سره سمون خوري.
۲ صبر او استقامت
صبر ازموینه : د حسیني اربعین زیارتوال د لارې په اوږدو کښې له ډیرو سختیانو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي چې د دوې صبر او استقامت ازمويي.
دغه صبر او استقامت د قران مجید د "إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ" (زمر/10) له ایت سره چې د صابرانو ستر انعام ته اشاره لري غږمله دی.
۳ اخلاق او پاک نیت:
خالص عبادت: قران کریم په عبادت کښې د اخلاص په اهمیت ټینګار کوي. د حسیني اربعین زیارتوال په پاک او خالص نیت سره د عراق د کربلا په لور ځي چې د الهي قرب مقام ته ورسیږي.
۴ وحدت او ورورګلوۍ:
د مسلمانانو اتحاد:
د حسیني اربعین لاریون د مسلمانو د وحدت او د ورورګلوۍ بیلګه ده او دغه چاره د قران کریم د "وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا" (آل عمران/103) په شان له ایت سره چې مسلمانانو ته سپارښتنه کوي په الهي پړي منګولې ښخې کړئ او تیت پرک نشئ سمون خوري.
۵ له ظلم او ستم سره مبارزه:
حسیني پاڅون :
د ظلم او د ستم پرضد د حضرت امام حسین علیه السلام پاڅون او د حسیني اربعین لاریون له دغه پاڅون سره د میثاق د نوي کولو په توګه د قران له هغو ایتونو سره چې له ظلم او ستم سره په مبارزې ټینګار لري سمون خوري.
۶ د اهل بیتو مینه :
د اهل بیتو تقدیس:
قران کریم له اهل بیت علیهم السلام سره په مینې ټینګار لري او د حسیني اربعین زیارت د دغه مینې د ورایښت په توګه د قران کریم له تعلیماتو سره سمون خوري.
۷ د ځان جوړول (خودسازي ) او د نفس تزکیه:
د ګناه پریښودل او د خدای تقرب:
د حسیني اربعین لاریون د توبې کولو او د ګناه د پریښودلو او خدای ته د نږدې کیدا لپاره یو فرصت دی کوم چې د توبې او د استغفار په هکله د قران کریم له ایتونو سره سمون خوري.
په ټول کښې د حسیني اربعین لاریون یو جامع عبادت دی چې د انسان د ژوند بیلابیل اړخونه پکښې شامل دي او هغه د قران کریم له تعلیماتو سره ژور پیوند لري.
دغه لاریون د ایمان ، د صبر د اخلاص ، د وحدت او له ظلم سره د مبارزې په شان د ډیرو قراني مفاهیمو عملي ورایښت دی.