IQNA

د پیامبر اعظم ص د رحلت په مناسبت د حرم علوي حالت

13:56 - September 03, 2024
د خبر لمبر: 3489794
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسم د رحلت د درنښت مراسم د عراق په نجف اشرف کښې د حضرت امام علي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د میلیونونو زیارتوالو په پرتمینه ګډون سره ترسره شول.

ایکنا خبري اژانس در «الفرات نیوز» خبري سایټ په قول راپور راکړی د عراق او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو زیارتوالو د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د رحلت د کلیزې د رارسیدا په مناسبت په نجف اشرف کښې په حضرت علي علیه السالم سپیڅلي حرم کښې د ماتم مراسم ترسره کړل.
په همدې لړ کښې د عراق د نجف اشرف سیمې چارواکو د حضرت امام علي علیه السلام د سپییڅلي حرم د چارواکو په ملګرتیا سره د زیارتوالو د هرکلي لپاره امنیتي ، خدماتي او روغتیايي پلان اجرا کړ.
د دغه راپور پراساس د عراق دفاع او د کورنیو چارو وزارت او حشد العشبي ولسي ځواک په دغه امنیتي پلان کښې ګډون وکړ.
 د نجف اشرف ولایت ، د هغه د شاو خوا سیمو او نجف ښار ته د تلونکو لارو د امنیت د تامینولو لپاره په وارمخکې عملیاتو او استخباراتي هڅو تمرکز درلود او هغوې د حضرت امیرالمومنین علي علیه السلام سپییڅلي زیارت ته د زیارتوالو د ورتلو کار اسانوه.

https://iqna.ir/fa/news/4234654

captcha