ایکنا خبري اژانس د یني شفق العربیه په قول راپور راکړی د فلسطین خبریال فراس ابوشرخ، په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژیم له پرله پسې تیرو او سختو بمباریو سره سره په دغه سیمه کښې د قران کریم د څه پاسه سلو حافظانو روایت مستند کوي.
هغه وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د پیلیدا د څه د پاسه درې سوه ورځو له تیریدا او په غزې کښې د ډیرو ملکي وګړو له وژل کیدا وروسته د قران کریم د حفظ مرکزونه او حلقې هماغه راز په دغه ښار کښې فعالیتونه کوي.
فراس ابوشرخ، په خپل تصویري راپور کښې د قران کریم د سلو حافظانو چې ښځې او سړي پکښې شامل دي فعالیت مستند کوي چې د خان یونس ښار په مرکز کښې د قران کریم د زده کولو او د حفظ کولو په حال کښې دي.
د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل راهسې صهیونیسټ رژيم د امریکا په ملاتړ سره د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد ورانونکی جنګ پیل کړی دی او څه د پاسه یولک دوه دیرش زره فلسطینیان یې شهیدا او ژوبل کړي دي.
په دغه جنګ کښې په پراخې ورانې او لوږې سربیره چې سلګونو ماشومان هم پکښې شهیدان شوي دي په نړۍ کښې یوه تر ټولو بده انساني غمیزه ګڼل کیږي څه د پاسه لس زره نور فلسطینیان بې درکه شوي دي.
د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تراوسه صهیونیسټ رژيم له امریکا څخه د میلیارډونو ډالرو په ارزښت بیلابیل تجهیزات ترلاسه کړي دي.
د صهیونیسټ رژيم د جنګ د وزارت د اعلان پراساس په دغو پوځي تجهیزاتو کښې نوي ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکي ، د زغرګاډو انجنونه ، جنګي ګاډي ، او نور په زرګونو ټنه پوځي تجهیزات شامل دي.
صهیونیسټ رژیم د امریکا او د اروپايي هیوادونو په تیره بیا د انګلستان په ملاتړ سره په غزې تړانګې باندې د حملو د سمدستي بندولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا په دوو پریکړه لیکونو او دغه راز په غزې کښې د نسل کشۍ د مخنیوي لپاره د تدبیرونو د غوره کولو د ضرورت په هکله په هیګ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې په حکمونو او په غزې کښې د انساني شرایطو د ښه کیدا لپاره په هڅو باندې سترګو پټولو سره خپلو حملو ته دوام ورکوي.
په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د حملو د قربانیانو شمیر چې د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې دوام لري څلویښت زره او اوه سوه شپږاتیا تنو ته رسیدلی او دغه راز څلورنوي زره او دوه سوه څلرویشت نور فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.