ایکنانیوز د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکوي،د یمن انصار الله غورځنګ په سره سمندر کې د سعودي عربستان د تیلی کشتۍ ټارګټ کول دروغ وبلل.
له دې مخکې ادعا شوې وه چې دیمن انصار الله غورځنګ په سره سمندر کې د صهیونیسټي رژيم د ګټو په شیشت کې د راوستو په هدف کې پخپلو سمندري عملیاتو کې د عربستان یوه تیلی کشتۍټارګټ کړې ده.
په همدې اړه د یمن د انصار الله غورځنګ په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، په سره سمندر کې ئې د عربستان په تیلي کشتۍ هیڅ ډول حمله نه ده کړې او دا د امریکایانو له خوا سوچه دروغ دي.
د یمن د انصار الله غورځننګ د لوړې سیاسی شورا یو مسئول مقام محمد علی الحوثی د دغې ډلې د مبارزانو لخوا د عربستان د ؛ګلوری ؛ نومې تیلی کششتۍ د ټارګټ کولو په باب د امریکا د سنټکام قوماندانۍ د مشر د څرګندونو په غبرګون کې ووئيل، امریکایان د تمسا اوښکې تویوي او ناسمې او کرغیړنې خبرې کوي.دوي له سمې لاې غړیدلي دي او پخپلو تیروتنو د برغولي د کیښودلو لپاره پر نورو دتپلو هڅه کوي.
هغه ټينګار وکړ، حل لاره په غزې باندې دتیریو په بندولو کې ده،نه د هغو ناسمو خبرو په خپرولو کې چې د متحده ایالاتو لپاره یوه د یوې بلې ناکامۍ ښودنه کوي.
د امریکا مرکزي قوماندې ؛سنټکام د دوشنبې په شپه راپور ورکړی چې حوثبان د ایم وي بلولاګن په نامې سره یوه کشتۍ چې د پاناما په بیرغ سره د یونان په وسیله هدایتیدله او د عربستان په مالکیّت کې ؛امجد؛نومې کشتۍ ئې په یوه ډرون او دوو بالسټيک توغندیو سره په نښه کړي دي.
دا په داسې حالې دي چې د عربستان د کشتۍ چلونې ملي شرکت هم د حوثیانو په وسیله د دوي امجد نومې کشتۍ ټارګټ کیدا دروغ بللې ده.
د یمن انصار الله غورځنګ د غزې او فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې تر هغه وخته د صهیونیسټي موخو او د نیواکي ټاټوبو په لر تګ راتګ کونکو کشتیو په ټارګټ کولو ټينګار کړی دی څود غزې د مظلومو خلکو په ضد د اسرائيلو حملې دریدلی نه وي.