IQNA

په چین کې موجودې ترټولو پخوانۍ قرآنی نسخې ته یوه کتنه

8:38 - September 07, 2024
د خبر لمبر: 3489806
ایکنا – په چین کې موجوده ترټولو پخوانۍ قرآنی نسخه چې ددغه هیواد په چنګهائي صوبې کې په یوه جومات کې نندارې ته وړاندې شوې ده،هره ورځ  ځان ته  کابو شپږ زره کسان جذبوي.

ایکنانیوز  راپور راکوي، په چین کې د قرآن مجید موجوده یوه ترټولو پځوانۍ نسخه چې ددغه هیواد په چنګهائي صوبې په یوه جومات کې نندارې ته وړاندې شوې ده،د لیدو لپاره ځان ته هره ورځ له کابو شپږو زره زیات کسان جذبوي.

ددغه په لاس لیکل شوي قرآن کریم مخینه له یولسمې تر دیارلسمې پيړۍ ترمیځ اټکل شوې ده.

دغه ۸۶۷مخیزه نسخه  ۳۰برخې لري او وزن ئې کابو ۱۳کلوګرامه دی.

دغه قرآڼ په ۲۰۰۷کال کې د  کارپوهانو او هنرمندانو په وسیله رغول شوی دی او له هغه مهاله وروسته په یوې شیشه اي آلمارۍ کې ساتل کیږي چې تودوخه رطوبت او په هغې کې موجود آکسیحن کنټرول شوی دی، ساتل کیږي.

وئيل کیږي ۷۰۰ کاله مخکې  له مرکزي آسیا څخه د ؛سالار ؛قوم  نیکونو چین ته مهاجرکړی او دا قرآن ئې  چې په مرکب سره تحریر شوی دی له ځان سره چین ته وړی دی . دغه قوم په نهایت کې ؛جیه زی؛ بلل شوی او د دوي قرآن د نړۍ یو ترتولو پخوانی په لاسلیک شوی قرآن حسابیږي.

هره ورځ کابو شپږ زره کسان چې  په هغو کې زیاتره د چینګهائي صوبې او د هغو شاخوا مسلمانان دي، ددغې قرآني نسخې د لیدو لپاره  د ؛جیه زي ؛جومات ته ورځي.

https://iqna.ir/fa/news/4233997 

 

captcha