ایکنانیوز د المشهد العبری له قوله راپور راکړ، د اردن اوقافو وزارت له اسلامي او عربو ملتونو وغوښتل،پر خپلو مسئولیّتونو دې عمل وکړي او پر صهیونیسټي نیواکګرو دې دباؤنه زیات کړي څوپر الاقصی جومات د سلطې لپاره د دوي د هڅو مخنیوی وشي.
دغه وزارت په عین حال کې د قدس د اسلامی او مسیحی مقدساتو کې د یهودي کیدا د بهیر د زیاتیدا په نسبت خبرداری ورکړ او موجوده حالات ئې په دغو مقدسو ځایونو کې د موجوده تاریخي او حقوقي وضعیت کی د بدلون لپاره ترټولو خطرناکه مرحله وبلله.
د اردن د اسلامی چارو او اوقافو او د قدس د متبرکو ځایونو وزیر محمد الخلایله همد الاقصی جومات په ضد د صهیونیسټي نیواکګر رژيم د تیریو د زیاتیدا د په الاقصی جومات باندې د په یرغل کې د سرزورویهودیانو لپاره د صهیونیسټي پولیسو د مجوز صادرول په سخته محکوم کړل.
هغه په الاقصی جومات کې د مسلمانانو د شتون دمخنیوي او په دغه مقدس ځاي کې د دوي دلمانځه د اداکولو او د لاس رسی د حق د سلبولو د مخین،ي د نتیجو په باب خبرداری و رکړ او روښانه ئې کړه،دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې نیواکګر چارواکي په الاقصی جومات داخل او بهر کې د اساسی بدلونونو د راوستو او د افراطي یهودیانو د تیریو ملاتړ کوي.
الخلایله ټيڼګار کړیو مسلمانان د الاقصی جومات په باب د مسلمانانو لپاره د یوازې اسلامی جومات په توګه خپل دیني،تاریخي او قانونی حق ته پابنده دي. او ددغه ځاي د مسلمانانو او یهودیانو ترمینځ ویش هیڅکله هم نه مني.