IQNA

په انګلستان کې د مسلمانانو په کړونې او اذیّت کونې د تورن لپاره د ۹کلن بند سزا

10:14 - September 07, 2024
د خبر لمبر: 3489808
ایکنا – په انګلستان کې یوې محکمې له افراط پالو ډلو سره یو اړونده کسپه دغه هیواد کې د مسلمانانو د اذیتولو او کړؤلو په دلیل په نهه کلن بند سزا محکوم کړ.

ایکنانیوز دعربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ،په انګلستان کې یوې محکمې د جمعې په ورځی  یو افراطي کس په هغه هوټل کې  مسلمانانو ضده بلواؤ په بهیر کې پناه غواړو پکې ژوند کاوه،د قصدي لګونې په جرم به نهه کاله بند سزا محکوم کړ.

دا تر اوسه پورې د  انګلستان د مسلمانانو په ضد د سرزورو ډلو له وروستیو بلواؤ سره به رابطه کې صادره شوي ترټولو اوږده فیصله ده.

توماس برلي (۲۷کلن)د اګست په څلورمه نیټه په محکمې کې د انګلستان په شمال کې له روترهم سره نزدې د یوه هوټل به دروازې کې د ډسټبن ته د اور اچولو وروسته د وګړو د ژوند له خطرې سره د مخامخولو په نیّت سره په قصدي اور اچونې اعتراف وکړ.

کابو  څلور سوه کسانو په هغو بلواؤ کې  چې د زوړپالو افراطی ډلو له خوا په انګلستان کې ترڅو ورځو پورې ئې دوام درلود، او له توکمپالنې، تاؤتریخوالي ، چورتالان او قصدا اور لګونې سره په یووخت وې په دغه هوتل حمله وکړه.

دغه بلواوې د جولائي په ۲۹نیټه د انګلستان په شمال کې په ساؤتپورټ ښار کې د درو انجونو  له وژل کیدا وروسته رامینځةشوې چې په پيل کې یو مسلمان مهاجر پورې وتړل شوې.یو داسې ناسم تور چې په سوشل میډیا کې د غلطو اطلاعاتو په اساس مطرح شوی ؤ او په دوام کې مشخصه شوه چې قاتل  یو اتلس کلن اکسل روداکوبانا د کارډيف اوسیدونکی ؤ،  چې له  مسلمانانو سره ئې هیڅ تړاؤ نه ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4235198/9

captcha