ایکنانیوزد قاهره ۲۴ چینل له قوله راپور راکړ،پاپ فرانس یس د جکارتا د استقلال جومات په لیدو کې د دغه لوي اسلامی مرکز له فعالیتونو خبر شو اوو په دغه جومات کې د دینونو د غږملتیا په دغې نړیوالې ناستې کې ئې پخپلې وینا کې د مختلفو دینونو ترمینځ د ګډو سوله ایز ژوند پر دودولو او همداراز د بشریت د خدمت لپاره د دیني تعامل،متقابل احترام او خبرواترو لپاره پر هڅې ټینګار وکړ.
پاپ همداراز په دغه سفر کې د انډونیشیا د استقلال جومات له امام سره لیده کاته هم وکړل.دوي همداراز د دوستۍ د سرنګ یا ټنل کتنه هم وکړه چې استقلال جومات د یوې لوئې لارې په وسیله د حضرت مریم په نامې سره د کاتولیکانو له یوې جامع کلیسا سره نښلوي.
دوي یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړه او په هغې کې ئې د سولې او پخلاینې ددودولو او د بې پروائۍ او تاؤتریخوالي له فرهنګ سره دمقابلې لپاره د ټولو دیني سنتونو کې د ګډو ارزښتونو د فعالې دودونې پر ضرورت ټيڼګار کړی دی.
پاپ فرانسیس همداراز د دینونو د مشرانو په دغې نړیوالې ناستې کې پخپلې وینا کې د استقلال جومات د مسئولانو د میلمه پالنې قدرونه وکړه او د مختلفو دینونوترمنیځ ئې د ګډو ژوند او متقابل احترام او خبرواترو د دودولو او د معنوي ارزښتونو د احترام لپاره ئې د انډونیشیاوالو د اهتمام ستاینه او قدرونه وکړه. هغه ددې خبرې په کولو د؛ سره چې دجومات تاریخ ددغو هڅو ګواه دی یادونه وکړه ،ځاي مسیحي معمار فرډریش سیلابان ددغه جومات د ودانۍ د پلانونکي نقشې ګټونکی شو او پاپ هم دوي وهڅول څو دغه اقدام په ښښه ډول ترسره کړي څو دغه ارزښتمنه تجروبه د سوله ې ایز ګډ ژوند او د ورورولۍ یوې ټولنې د رامینځةکو لپاره په یوه اساس بدله شي.مونږپه ډيرې لټونې او زیار سره پوهیږو چې ټول خوئيندې او وروڼه یوو او ټول د خداي د لارې زایرین یوو.