ایکنانیوز د القاهره ۲۴ له قول راپور راکړی،د هالیند د رسندویو د راپور په اساس ددغه هیواد د پارلیمان زیاتره نمایندګانو د قرآن کریم د سپکاویو او سوځونې د ممنوعیت په باب د آرنهم د ښاروال احمد مارکوش له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
په همدې ارتباط دهالینډ نمایندګانو ووئيل؛د روان میلادي کال په پیل کې د پګیدا اسلامی ضده غورځنګ له خواد قرآن کریم د سوځولو لپاره هڅه یو ناسم اقدام ؤ او ددغه اقدام د مخنیوي لپاره د پولیسو له هڅې سره سره، له کنټروله خارجه شوه،خو د قرآن کریم سوځولو ممنوعیّت یوه غیر ضروري چاره ده.
ددغه راپور په اساس، دهالینډ پارلیمان د تیرې سه شنبې په ورځ د پګیدا اسلامی ضده غورځنګ او د دینی مقدساتو د سوځونې د ممنوعیّت په زمینې کې خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
د روان کال په لومړنیو کې د پګیدا اسلامی ضده غورځنګ رهبر اډوین واګنسفلډ په آرنهم کې د قرآن کریم د نسخې د سوځولو اهتمام وکړ.واګنسفلډ په تیرو دوو کلونو کې څو ځله د قرآن کریم سپکاوی ک ړی، په دغه اقدام پسې د آرنهم ښاروال د قرآن کریم د ملی سوځونې دممنوعیّت او د واګنسفلډ د نوي اقدام دممنوعیّت غوښتنه کړې وه.
له بل پلوه د هالنډ یوه نماینده اسماعیل العباسی هم د دغه ممنوعیّت د ملاتړ ضرورت ته په اشارې سره ،په جنورۍ کې ددغې ناستې د ترسره کیدا غوښته کړې وه او وئيلي ئې وو، د قرآن کریم د آسماني کتاب په څیرددینی مقدساتو سوځول،د انسانانو د انسانیّت د له مینځه وړلو او د له سپکاویو څخه د افراط پالو یو تعبیر دی.
هغه ټينګار کړی چې دغه اقدام د بیان آزادي نه ده ،بلکد مسلمانانو په ضد د نفرت خورونې یو سپير اقدام دی.