ایکنا خبري اژانس د ټولنې او د ملتونو د کلتور د یوه تخصصي سایټ په قول راپور راکړی په جرمني کښې کابو شپږ میلیونه مسلمانان وسیږي او کابو یو میلیون زده کونکي په زوره په زده کړې کولو بوخت دي او د اسلام دین د درس په کلاسو کښې د ګډون کولو لپاره تقاضه او غوښتنه ډیره زیاته ده.
د جرمني د اساسي قانون د دریم بند د اومې مادې پراساس د حکومت تر څارنې لاندې د دین زده کړه د دیني ټولنو په ملګرتیا او له اړونده اصولو او تعلیماتو سره سمون خوري.
د جرمني ځینو ایالتونو د اسلام دین تدریس په ښوونځیو کښې د درس په توګه معرفي کړی دی په داسې حال کښې چې د جرمني په ځينو ایالتونو کښې ازمایشي پروژې د اجرا کولو په حال کښې دي.
د جرمني په ځینو ایالتونو کښې تراوسه د اسلام دین په هکله هیڅ درس نه ورکول کیږي.
د مسلمانانو په ملګرتیا سره د اسلام دین تدریس:-
د جرمني په نیدراکسن ایالت کښې د اسلام دین تدریس د دغه ایالت د ښوونځیو له قانون سره سم وړاندې کیږي.
دغه کلاسونه د دیني ټولنو د اصولو پراساس او د مذهبي اعتقاداتو پربنسټ د دین تدریس ته ورته د یوه انتقالي ماډل په توګه ترسره کیږي.
د دیني چارو لپاره د ترکي ـ اسلامي اتحادیې له استازیو څخه جوړه د څارنې یوه شورا له دیني اصولو سره سم د کلاسونو په تطابق او سمون خوړلو څارنه لري او دیني پروګرامونه او د زده کړې مواد تائیدوي.
د جرمني په بادن وورتمبرګ سیمه کښې د اسلام دین تدریس:-
د جرمني د نیډرزاکسن سیمې په اپوټه په بادن وورتمبرګ ایالت کښې د اسلام دین تدریس د حکومت تر څارنې لاندې او د یوه شخړه رامینځته کونکي بنسټ یعني فاونډیشن د یوه ماډل له لارې ترسره کیږي.
د همدغه کار لپاره د سني ښوونځیو یوه شورا چې د اسلامي کلتوري ټولنو او انجمنونو له اتحادیې او د بوسنیا د اسلامي ټولنې له استازیو څخه برابره ده جوړه شوي ده.
د فاونډیشن دغه ماډل له تړون سره سم تر دوه زره پینځویشتم میلادي کال پورې په نظر کښې نیول شوی دی او معلومه نه ده چې له دې وروسته به څه کیږي.
د جرمني د بادن وورتمبرګ اسلامي ټولنې او ډي ايي ټي ايي بي اتحادیې دغه ماډل غیر قانوني بللی دی او په فاونډیشن کښې یې له ګډون څخه ډډه کړي ده.
دغه دیني ټولنې وايي دغه ماډل د حکومت د بې طرفه کیدا دنده کمزوري کړي ده او په زیاته توګه په دیني ازادۍ او د دیني ټولنو د برخلیک د ټاکلو په حق کښې لاسوهنه کوي.
د جرمني په نورډراین او ویسټفالي ایالت کښې د اسلام دین تدریس:-
د جرمني نورډراین او ویسټفالي ایالت هغه یو ایالت دی چې له باډن وورتمبرګ ایالت سره یوځاې د اسلام دین په تدریس کښې له یوې ازمایشي پروژې څخه بلې پروژې ته منتقل کیږي.
حاضردممه په نورډراین او ویسټفالي ایالت کښې د اسلام دین تدریس د منظم شوي کمیسیون تر ماډل لاندې ترسره کیږي.
مخکې دغه ماډل د یوې شورا په بڼه و.
د اسلام دین د تدریس په کمیسیون کښې له اسلامي موسسو سره ملګرتیا د هغه تړون پراساس ده چي د جرمني دغه ایالت یې له موسسو سره لاسلیک کوي.
د تړون د لاسلیک کولو یو شرط دا دی چې هره اسلامي موسسه باید د خپلواکۍ له نظره له حکومت سره اړوندوالی ، د اساسي قانون رعایتول او د معتبر سازماني جوړښت لرل او د ملګرتیا شرایط برابر کړي.
هره اسلامي موسسه باید یوه استازی د الهیاتو په علمونو یا دیني تعلیماتو سره د اسلام دین د تدریس کمیسیون ته واستوي.
د جرمني په بایرن ایالت کښې زده کړه:-
د جرمني په بایرن ایالت کښې د اسلام دین درس په اساسي قانون کښې په حقوقي معنا نه وړاندې کیږي؛ په دوه زره یویشتم میلادي کال کښې د اسلامي روزنې درس د یوه نوي انتخابي درس په توګه معرفي شو چې د اخلاقو د درس د ځاې ناستي په توګه انتخابیدلای شي.
د جرمني په شلمسویګ هولشتاین ایالت کښې هم د اسلام دین درس د اساسي قانون د دریم بند د اومې مادې پراساس نه وړاندې کیږي خو څه د پاسه لس کاله کیږي چې د جرمني په څو ابتدايي ښوونځیو کښې د اسلام پيژندګلوۍ ته اړونده درسونه وړاندې کیږي.
د جرمني په زارلینډ او راینلیډ –فالتس ایالت کښې د اسلام روزنه :-
د جرمني په زارلینډ ایالت کښې په دوه زره درویشتم او دوه زره څلرویشتم تحصیلي کال کښې څلور سوه څوارلسو زده کونکو د اسلام دین د درس په کلاسونو کښې ګډون وکړ او د ګډون کونکو زده کونکو شمیر د زیاتیدا په حال کښې دی.
د اسلام دین درس د جرمني په څلورو ابتدايي مدرسو کښې له لومړي کلاس رانیولي تر څلورم کلاس پورې زده کونکو لپاره وړاندې کیږي.
د مسلمانانو د دغو درسونو معلمان د جرمني د زارلینډ د زده کړې په نظام کښې په کارونو بوخت دي او اسلامي موسسې هم کولای شي معلمانو ته وړاندیزونه وکړی.
د جرمني په نورو ایالتونو کښې حالت په کوم ډول دی؟
د جرمني په برلین کښې له دوه زره لومړي میلادي کال څخه د اسلام دین درس شته.
دغه درس د برلین د اسلامي فیډراسیون یعني ايي ایف بي لخوا په خپلواکه توګه د څه د پاسه پینځو زرو زده کونکو ته وړاندې کیږي.
په داسې حال کښې چې د جرمني په هامبورګ او برمین سیمه کښې د ټولو لپاره د دین یو درس وړاندې کیږي.
د جرمني په زاکسن ، انهالټ ، تورینګن ، ملکنبورګ او فورپومرن ایالتونو کښې د اسلام دین هیڅ درس نه ورکول کیږي او په دې زمینه کښې د هیڅ ډول بدلون پلان نه دی برابر شوی.
https://iqna.ir/fa/news/4235297