IQNA

د هالینډ پارلمان د قران کریم په سوزولو د بندیز وړاندیز رد کړ

14:22 - September 08, 2024
د خبر لمبر: 3489815
د هالینډ رسنیو وویل چې د دغه هیواد پارلمان د قران کریم په سوزولو باندې بندیز او د قران کریم د سپکاوي وړاندیز رد کړی دی.

ایکنا خبري اژانس د القاهره ۲۴ په قول راپور ورکړی د هالینډ د پارلمان اکثرو استازیو د قران کریم د سپکاوي په ملي بندیز او د قران کریم په سوزولو د بندیز پراساس د ارنهم سیمې د ښاروال احمد مارکوش له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
په همدې زمینه کښې د هالینډ د پارلمان استازیو وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو کښې د پګیدا اسلام ضد غورځنګ لخوا د قران کریم د سوزولو لپاره هڅه ناسم اقدام و او د دغه اقدام د مخنیوي لپاره د پولیسو له هڅې سره سره دغه کار له کنټروله وواته خو د قران کریم په سوزولو باندې بندیز غیر ضروري چاره ده.
د دغه راپور پراساس د هالینډ پارلمان په تیرې سه شنبې ورځ د دیني متنونو په سوزولو باندې د بندیز او د پګیدا اسلامي ضد غورځنګ په زمینه کښې خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.
د روان میلادي کال په لومړیو کښې د پګیدا اسلام ضد غورځنګ مشر اډوین واګنسفلیډ په ارنهم سیمه کښې بیا یو  قران مجید وسوزه او واګنسفلیډ په تیرو  دوو کلونو کښې څو ځله قران مجیدونه سوزولي وو؛ له دغه کار وروسته د ارنهم ښاروال د واګنسفلیډ په نوي اقدام او د قران کریم په سوزولو باندې د ملي بندیز د لګولو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د هالینډ د پارلمان استازي اسماعیل العباسي هم د دغه بندیز د ملاتړ ضرورت ته په اشارې سره په جنورۍ میاشت کښې د دغه غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د قران کریم په شان د متنونو سوزول د سپکاوي سرزوری تعبیر او د انسانانو د انسانیت له مینځه وړل دي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ دغه اقدام د بیان ازادۍ نه ده بلکې د مسلمانانو پرضد د نفرت رامینځته کول دي.
https://iqna.ir/fa/news/4235243

بچوې: قرآن ، هالینډ ، سوره ، سپکه
captcha