حضرت امام رضا علیه السلام د بیلابیلو دینونو او د اسلامي مذهبونو له عالمانو سره په ډیرو مناظرو کښې د قران کریم له ایتونو استفاده کوله.
هغه د قران کریم د ایتونو د دقیق تفسیر او په بیلابیلو مسائیلو باندې د هغه د تطبیقولو په رڼا کښې په روښانه ډول د اسلام حقانیت او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم نبوت ثابتوه.
د قران کریم ایتونو ته د حضرت امام رضا علیه السلام د استدلال او دلیل روده متنوع وه.
کله نه کله حضرت امام رضا علیه السلام د قران کریم د ایتونو په دقیق تفسیر سره د هغوې ظاهري او باطني معنې روښانه کولې او د قران کریم په هکله شکونو ته یې ځوابونه ورکول.
کله نه کله حضرت امام رضا علیه السلام له تاریخي پیښو سره د قران کریم د ایتونو په تطبیقولو سره د قران کریم د پیشګویانو رښتیاوالی ثابتوه.
حضرت امام رضا علیه السلام د قران کریم د محکماتو په رڼا کښې قران ته ورته ایتونه بیانول او په اسلام باندې ځینو لګیدلیو شکونو ته یې ځوابونه ورکول.
البته حضرت امام رضا علیه السلام د الهي دینونو له خاوندانو سره په خبرو کښې په هغو ایتونو باندې چې په نورو دینونو کښې هم بیان شوي دي استناد کاوه.
د نورو دینونو په سپیڅلیو کتابونو باندې استناد سره یې د دینونو هدف او د مبدا وحدانیت ته اشاره کوله.
حضرت امام رضا علیه السلام د قران کریم په ایتونو باندې استناد سره د توحید د اثبات او د خدای پاک په وحدانیت، د شرک او د بت پرستۍ په نفي کولو له مړینې وروسته د معاد یعني قیامت او د ژوند په هکله د بحث ،د الهي پیغمبرانو په تیره بیا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نبوت او د هغه د معجزو د ثابتولو ، د امامت او د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د اهل بیت علیهم السلام او د اسلامي قوانینو او د احکامو د بیانولو په هکله بحثونه کول او په دې زمینه کښې رامینځته شویو شکونو ته یې ځوابونه ورکول.
د بیلګې په توګه له یوه عیسايي یعني جاثلیق سره په مناظره کښې یو اعتراض دا و چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پیغمبر نشي کیدلای؛ ځکه چې د هغه اسماني کتاب په عبرۍ ژبه نه دی.
حضرت امام رضا علیه السلام په «وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ»(ابراهیم: 4) په شریف ایت باندې استناد سره ټینګار وکړ خدای پاک ج پیغمبران د هغوې د قومونو په ژبو سره مبعوث کوي چې الهي پیغام د هغوې لپاره په تر ټولو ښه ډول د پوهې وړ وي. څرنګه چې عربان د پیغمبر حضرت محمد ص اصلي مخاطبان وو پر دې اساس قران کریم په عربۍ ژبې نازل شو.
قران کریم ستره معجزه ده او حتی که چیرې په عربۍ ژبه هم نه وی بیا هم یو اسماني کتاب کیدلای شي.
خو خدای پاک د دې لپاره چې خپل پیغام په تر ټولو ښه ډول عربانو ته ورسوي هغه یې په عربۍ ژبه نازل کړی دی.
https://iqna.ir/en/news/3489755