IQNA

په دوبۍ کښې د میرمنو د قران د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو پیلیدل

12:30 - September 09, 2024
د خبر لمبر: 3489819
د «شیخه فاطمه بنت مبارک» په نوم د ښځو د قران کریم د نړیوالو سیالیو اتم پړاو د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو په شپیتو ګډون کونکو سره تیره ورځ یعني د وږي د میاشتې په اولسمه نیټه په دوبۍ کښې پیل شو.

 په دوبۍ کښې د میرمنو د قران د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو پیلیدلایکنا خبري اژانس د الاتحاد په قول راپور راکړی د «شیخه فاطمه بنت مبارک» په نوم د قران کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو اتم پړاو له ټولې دنیا څخه د شپيتو ګډون کونکو په شتون سره د دوبۍ په ممرز سیمه کښې د کلتور او د علم په تالار او هال کښې پیل شو؛ د  سیالیو د پرانیستلو په دغو مراسمو کښې د دوبۍ یوشمیر چارواکي ، ګډون کونکي او د جیوریسټانو د پلاوي غړي شتون لري.
دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کښې یوه تر ټولو مهمه قراني پیښه ګڼل کیږي او هغه د قران کریم د حافظو میرمنو د وسونو د زیاتولو او سنجولو لپاره مناسبه زمینه ګڼل کیږي.
د دغو سیالیو د پرانیستلو مراسم د «عبدالفتاح الطاروطي» په تلاوت سره پیل شول او په دوام کښې د جیوریسټانو د پلاوي مشر سالم محمد الدوبي په خپلې وینا کښې د قران کریم په عظمت او د قران د حافظانو د مقام او شان په لوړتیا ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د قران له دغو سیالیو د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د مسوولانو د حمایت قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ :د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران سیالۍ نن سبا د میرمنو د قراني فعالیتونو په زمینه کښې د نړۍ په سویه په یوې مهمې پیښې بدله شوي ده او د ټولې دنیا د قران کریم ښځینه حافظانو په دغو سیالیو کښې ګډون کړی او له یوبل سره سیالۍ کوي.
د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران کریم د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو په لومړی ورځ د مرکزي افریقا ، میانمار ، د غنا ، د توګو ، د سومالیا ، چاډ، بورکینافاسو ، د فیلپین ، د اریټریا او د روانډا هیوادونو یولس ګډون کونکو د ټول قران کریم د حفظ په برخه کښې له یوبل سره سیالۍ وکړه.
دغه راز نن هم د قران کریم په سیالیو کښې دولس نور ګډون کونکي د جیوریسټانو د پلاوي په  شتون سره له یوبل سره سیالۍ کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4235421

captcha