ایکنا خبري اژانس د المسیره ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې د جشنونونو ترسره کول له ډیر پخوا راهسې په یمن کښې د مسلمانانو یو تر ټولو مهمې دستورې وي او دي.
سره له دې په تیرو څو لسیزو کښې د دغو جشنونو ترسره کیدل د سرزورو کسانو لخوا د مشرکانه او د انحرافي دستورو په توګه بلل شوي دي او ډیرې ډلې د دغو جشنونونو د ترسره کولو د بندیدا غوښتونکي شوي دي.
په یمن ، مصر او نورو اسلامي هیوادونو کښې د بیلابیلو مذهبونو اسلامي علما تل د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د مقام د درنښت د مراسمو په ترسره کیدا ټینګار کړی.
د یمن د انصار الله غورځنګ چارواکو هم د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د زوکړې د لمانځلو د جشونونو په لا پرتیمن ډول د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده.
دغه راز د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د مراسمو د کلني جشن دوهم فیسټیوال د ترسره کیدا په حال کښې دی؛ دغه فیسټیوال د قراني علومو او د قران کریم د زده کړې د خیریه ټولنې په ملاتړ سره د روان میلادي کال د سپتمپر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د یمن په التحریر میدان کښې ترسره کیږي.
د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د لمانځلو کلنی فیسټيوال له پیغمبر اکرم حضرت محمد ص سره د عشق د پیاوړتیا او د غزې په کلابندې شوي سیمه باندې د اسرائیلو د پرله پسې تیریو په بهیر کښې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4235436