ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د کوزوو په پلازمینې پریشتنیا کښې د کوچنیو حافطانو اکیډمۍ د ماشومانو لپاره د قران کریم د زده کولو یوه موسسه ده چې د قران کریم د دوو حافظانو چې خویندې دي اداره کیږي.
دغه اکیډمۍ د جوړیدا له وخت راهسې تراوسه توانیدلي ده څه دپاسه زر(۱۰۰۰) ماشومان له قران او د دغه اسماني کتاب له معارفو سره اشنا کړي.
په دغه اکیډمۍ کښې د کوزوو ماشومانو ته د قران په ورزده کولو سربیره په سلګونو البانیايي مهاجرو ماشومانو هم د دغه موسسې د ووړي د اینټرنیټ په کلاسونو کښې ګډون کړی دی.
د ویلو ده چې د قران کریم په دغه اکیډمۍ کښې تدریس د رینتا او د فاطمه نیتاج په نومونو د قران کریم د دوو حافظانو چې خویندې دي او د پریشتنیا د اسلامي مطالعاتو له پوهنځي څخه د اسلامي مطالعاتو په څانګه کښې د لیسانس او د فوق لیانس مدرکونه لري ترسره کیږي.
د دغو دوو خویندو قراني ژوند له اوه کلنۍ څخه پیل شوی دی هغه وخت چې لومړی قدم یې د دغه قراني سفر په لور واخیست او کورنۍ یې هم ډیر حمایت وکړ.
دوې په دوبي ، او ژمي کښې د قران کریم زده کولو ته دوام ورکړي خو خپل درسونه یې پرې نه ښودل او دوې په خپل درس کښې ډیر بریالیتوب درلود او په ډیرو علمي او کلتوري سیالیو کښې یې هم ګډون کړی دی.
خو د دوې په ژوند کښې تر ټولو ستر بریالیتوب په لومړۍ مرحلې کښې د وحي د کتاب حفظ کول او په دوهمه مرحله کښې ماشومانو ته د قران کریم ورزده کول دي.
دغو دوو قراني خویندو وروسته له دې چې خپلې لومړۍ ارزو یعني د قران کریم حفظ کولو ته ورسیدلې وتوانیدلې خپلې دوهمې ارزو یعني ماشومانو ته د قران کریم ورزده کولو ته ورسیدلې او د کوزوو په پلازمینې پریشتینیا کښې یې د کوچنیو حافظانو اکیډمۍ جوړه کړه.
دغو دوو خویندو په دغه اکیډمۍ کښې د کوزوو په سلګونو ماشومانو او دغه راز د البانیا سلګونو ماشومانو ته د قران کریم د حفظ کولو ، قرائت او د تجوید زده کړې ورکړي دي.
دغو دوو خویندو وویل د کوچنیو حافظانو اکیډمۍ د قران کریم په زمینه کښې د زده کړې یو تخصصي مرکز دی او هلته له وړک تون څخه رانیولي د ابتدايي کلاسونو تر زده کونکو پورې د بیلابیلو عمرونو ماشومانو او زده کونکو ته د قران کریم درسونه ورکول کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4235322